ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان وايي پر حقاني او ملا برادر يې بنديزونه لګولي

پاکستان وايي پر حقاني او ملا برادر يې بنديزونه لګولي

author avatar
22 Aug 2020 - 12:42
پاکستان وايي پر حقاني او ملا برادر يې بنديزونه لګولي
author avatar
22 Aug 2020 - 12:42

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٩): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د ملا برادر او حقاني په ګډون يې د وسله والو ډلو پر يو شمېر غړو او مشران يې بنديزونه لګولي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ويب پاڼه کې په دې يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا له غوښتنې سره سم يې د افغان طالبانو او نورو وسله والو ډلو خلاف د سفري بندیزونو، د شتمنيو کنګل کولو او د وسلو پېرلو بنديزونه شامل دي.

په دغه راپور کې ويل شوي چې په وسله والو ډلو او افرادو  د سفري بندیزونو، د شتمنيو کنګل کولو او د وسلې د بندیز په لړ کې د ۲۰۱۵ کال د ملګرو ملتونو امنيت شورا مصوبه يې په بشپړه توګه عملي کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد چودري په اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي چې هېواد يې دغه ګامونه پخوا اعلان کړي دي.

د پاکستان له خوا دغه اقدامات او معلومات په داسې حال کې خپاره شوي چې ټاکل شوې راتلونکې مياشت د نړيوال مالي کاري قوې (اى اېف ټي اېف) له خوا د پاکستان په اړه پرېکړه کېدونکې ده چې په تور لېست کې شي يا په خړ لېست کې پاتې شي.

ياده نړيوال اداره هغه هېوادونه په دغو ليستونو کې اچوي چې له ترهګرو او وسله والو ډلو سره مالي مرستې کوي.

پاکستان دا مهال د اېف ای ټي اېف په خړ لېست کې دى او که چېرې دوى د وسله والو ډلو د مالي سرچينو پر ضد اقدامات ونه کړل، نو په تور لېست کې به شامل شي.

خو د پاکستان حکومت ويلي چې دوى د يادې نړيوالې ادارې پر ٢٧ سپارښتونو عمل کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.