ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې درېیو چاودنو پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په کابل ښار کې درېیو چاودنو پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
22 Aug 2020 - 11:10
په کابل ښار کې درېیو چاودنو پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
22 Aug 2020 - 11:10

کابل  (پژواک، د وږي لومړۍ ۹۹): نن سهار د کابل ښار په ځینو سیمو کې درې چاودنې شوې دي چې له امله یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې نن سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د چهلستون د سرک نو په سیمه کې پر یوه کرولا موټر چسپکې ماین چاودنه کړې ده.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په دې پېښه کې د پولیسو یو منسوب وژل شوی، یو پولیس او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې نن سهار اووه بجې او شل دقیقي د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند په شهید څلورلاره کې د پولیسو پر یو رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه چې په پایله کې یې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

د فرامرز د معلوماتو له مخې، نن سهار دغه راز د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په کمپنۍ سیمه هم یو چسپکي ماین چاودېدلی  خو مرګ ژوبله نه لري.

په دې وروستیو کې د کابل ښار نا امن شوی دی.

تېره اوونۍ په کابل ښار کې د دوو چسپکي ماینونو په چادونو کې د پوهنې وزارت د علمي شورا د رییس عبدالباقي امین په ګډون دوه کسان ووژل شول.

همدار راز تېره اوونۍ پر کابل ښار ۱۴ راکټونه وتوغول شول چې له امله یې درې کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.