شبرغان (پژواک، ۲ وږی ۹۹): د کانونو او پټرولیم وزارت د جوزجان ولایت د جرقدوق ګازي ساحې د ګازو د کاندنسات شعبې د درېیو کارکوونکو له وژل کېدو خبر ورکړی او د هغوی وژل کېدل یې د هېواد استخراجي صنایعو د سکټور لپاره نه جبرانېدونکې ضایع بللې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې نن (د وږي دویمه) خپره شوې، راغلي چې د جوز جان د جرقدوق ګازي ساحې د ګاز کاندنسات شعبې درې کارکوونکي عبدالقهار، عبدالمحمود او سهراب د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې وژلي دي.
سرچینې د دغه وزارت د سرپرست هارون چخانسوري له قوله لیکلي: «هغوی د افغانستان د سوکالۍ د لارې شهیدان دي او په دې مقدسه لاره کې یې ډېر او نه ستړي کېدونکي خدمتونه ترسره کړل. د هغوی شهادت د افغانستان د استخراجي صنایعو د سکټور لپاره نه جبرانېدونکې ضایع ده.»
په همدې حال کې د جوزجان ولایت امنیه قوماندان سمونوال عبدالواحد وجدان پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې یاد کارکوونکي د جرقدوق له ساحې د ۶۸مې شمېرې څاه په لور روان وو.
نوموړی وایي، هغه موټر چې یاد کارکوونکي په کې سپاره وو، پر هغه ماین چې له کلونو راهیسې په دې ساحه کې ځای پرځای شوی و، برابر شول او چاودنه یې وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن