ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي

خوست کې لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي

author avatar
23 Aug 2020 - 14:35
خوست کې لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي
author avatar
23 Aug 2020 - 14:35

خوست ښار (پژواک، ۲ وږی ۹۹): د خوست امنيه قوماندانۍ په بېلا بېلو عملياتو کې د لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ.

سرچينه وايي چې دا نشه يي توکي د امنيه قوماندانۍ اړوند د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مديريت پوليسو په ښار او ولسواليو کې د ځانګړو عملياتو پرمهال نيولي دي.

امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل چې نن د «وږي ۲مه» په همدې تړاو خبري کنفرانس ته خبرې کولې، وويل چې په دې نشه يي توکو کې ۷۴ کيلو ګرامه چرس، يو اندازه شيشه او تابلېت کا شامل دي.

تره خېل وويل چې ددغو توکو د خرڅلاو په تور يې يوولس کسان هم نيولي، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

نوموړي زياته کړه، دوی شپه او ورځ په دې هڅه کې دي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو استعمال او خرڅلاو په بشپړ ډول له منځه يوسي.

هغه له خلکو هم وغوښتل چې پوليسو سره د نشه يي توکو په مخنيوي کې همکاري وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.