د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د ننګرهار کانال د خرما باغ به سږ کال شپږ ټُنه خرما حاصل ورکړي"

"د ننګرهار کانال د خرما باغ به سږ کال شپږ ټُنه خرما حاصل ورکړي"

Aug 23, 2020 - 16:26

جلال اباد (پژواک، ۲ وږی ۹۹): د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د خرما باغ حاصلات سږ کال څو چنده زيات شوي او ټاکل شوې تر شپږ ټنو خرما ترې راټوله شي.

دغه باغ يوه لسيزه وړاندې د متحده عرب اماراتو په مرسته د ۲۷۰۰ ونو په کېنولو څلوېښت جريبه ځمکه کې ورغول شو او ټاکل شوې وه چې په څلورو کلونو کې حاصل ورکړي.

که څه هم دغه باغ له خپل ټاکلي وخت وروسته حاصل ورکړ خو په تېرو درېيو کلونو کې د دغه باغ حاصلات مخ په زياتېدو دي.

د ننګرهار کانال ادارې وياند سيد همايون غريب مل د وږي په ۲مه پژواک اژانس ته وويل، د خرما باغ حاصلات سږ کال د تېر کال په پرتله څلور چنده زيات شوي او ټاکل شوې تر شپږو ټنو حاصل ورکړي.

دی زياتوي، د حاصلاتو د لوړوالي لاملونه يې اړوند تخنيکي فعاليتونه پر خپل وخت ترسره کول دي چې له دوا پاشلو نيولې، تر سرې ورکولو، خاښونو غوڅول او د ځمکې نرمښت ټولو ته يې پوره پاملرنه شوې ده.

د دغه باغ امر عبدالقيوم اطرافي بيا وايي، تېر کال په خرما باغ کې ۱۵۰ ونو حاصل ورکړی و چې تر دوو ټنو خرما ترې ټوله شوې وه او سږ کال شاوخوا ۳۰۰ سوه ونې په حاصل راغلې دي.

دی زياتوي، د باغ د احاطې، پرسونل کموالي او د خرما ساتنې او پروسس لپاره د اسانتياوو نه شتون ستونزه يې اړوندې ادارې سره شريکه کړې، که يې هواره کړي نو د حاصلاتو پر زياتوالي سربېره به نورو هېوادونو او ولايتونو ته هم د دې خرما لېږد چاره پيل کړي.

د کانال رياست وياند سيد همايون غريب مل تاييد کړه چې په باغ کې ځينې ستونزې شته چې د حل لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

هغه وايي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفارت ډاډ ورکړی چې نوو فارمونو په جوړېدو کې همکاري کوي او ټاکل شوې ده را روان کال پر شاوخوا  ۱۸۰ جريبه ځمکه کې نوي باغونه جوړ کړي.

ده زياته کړه: ((په راتلونكي کې پلان دا دى چې پر ۱۸۰ جريبه ځمکه به لس زره د خرما بوټي چې د عربي اماراتو نه را ورسېږي، هم وکرل شي او د خرماوو حاصلات به ورسره لوړ شي.

اوسمهال د خرما خرڅلاو لپاره کومه ځانګړې پروسه نشته او يوازې يې د قرارداد له مخې په شرکتونو او اشخاصو پلوري چې هغوی يې په بازار کې له کوم پروسس او بندولو پرته پلوري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan