ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي مسوولين په کندوز کې د ٢٥ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

امنيتي مسوولين په کندوز کې د ٢٥ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
24 Aug 2020 - 16:12
امنيتي مسوولين په کندوز کې د ٢٥ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
24 Aug 2020 - 16:12

کندوز (پژواک، ٣ وږى ٩٩): د کندوز امنيتي مسوولين په دغه ولايت کې د ٢٥ طالبانو د وژل کېدو او ١١ نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.

په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو د وږي په درېيمه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه د کندوز- خان اباد پر لويه د تلوکه، چرخاب او شينواري سيمو ترڅنګ په کندوز ښار کې هم طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو بريدونو کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري هم دغه جګړې تاييدوي خو وايي چې د يادو جګړو پر مهال ١٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده وويل چې دا مهال د کندوز- خان اباد ولسوالۍ لويه لار هم ترافيکو پر مخ خلاصه شوې او خلک کولاى شي تګ راتګ وکړي.

خو بل لور ته د کندوز ولايتي شورا غړى امرالدين ولي وايي چې د کندوز ښار ټولې لارې د طالبانو په کنټرول کې دي.

هغه وايي: ((ښار محاصره شوى، که جدي اقدام ونه شي يو ځل بيا د کندوز د سقوط امکان شته دى.))

په ورته وخت کې د کندوز ښار اوسېدونکي سيداحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د کندوز- تخار پر لويه د امنيتي ځواکونو څلور پوستې نيولې دي.

نوموړى وايي چې په دغه ولايت کې ډېرى وخت د طالبانو او حکومت ترمنځ جګړې وي چې له امله يې يو شمېر کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په قرغان سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر قرارګاه بريد کړى دى.

دى وايي چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر حکومتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور یې طالبانو ژوندي نيولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.