ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا پوهنتون محصلينو د سون ګازو د توليد دستګاوې جوړې کړې دي

د پکتيا پوهنتون محصلينو د سون ګازو د توليد دستګاوې جوړې کړې دي

author avatar
24 Aug 2020 - 14:32
د پکتيا پوهنتون محصلينو د سون ګازو د توليد دستګاوې جوړې کړې دي
author avatar
24 Aug 2020 - 14:32

ګردېز (پژواک، ٣ وږى ۹۹): د پکتيا پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلينو د سون ګازو د توليد دوه دستګاوې جوړې کړې، چې په ساده او عصري بڼه کولای شي له پټرولو څخه د سون ګاز توليد کړي.

اسدالله محمدي، وحيدالرحمن نظامي او معروف خان د ياد پوهنځي د درېيم کال محصلين دي چې يادې دستګاوې يې د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کاليزې په مناسبت نندارې ته وړاندې کړي او وايي چې ياد فورمول يې د پوهنتون د عضوي کيميا په مټ جوړ کړی دی.

اسدالله محمدي پژواک ته وويل چې له پټرولو د توليد دستګاه يې په لومړنيو محدودو وسايلو جوړه کړې چې له يوه لېټر پټرولو شاوخوا درې کيلو سون ګاز توليدولای شي.

محمدي وايي: ((موږ له بوتلونو کار اخيستی، دا که سم عصري ماشين ولري، په زيات فشار مايع ته اوړي او داسې ګاز جوړيږي، لکه بازار کې چې پلورل کيږي.))

وحيدالرحمن نظامي وايي که اسانتياوې ورته برابرې شي تر دې لویې او عصري دستګاه هم جوړولای شي.

نظامي زياته کړه: ((دا مو ټول په څلور ورځو کې جوړ کړى. په دې کې يو کمپرېسر، ټوپ، بوتلونه، لاک، پټرول، اوبه او منقل دي.))

د ياد پوهنځي د همدې ټولګي يو بل محصل معروف خان بيا د سون ګاز د توليد ساده دستګاه جوړه کړې، چې په لاسي پمپ کار کوي او په خبره يې هر څوک ترې په اسانۍ استفاده کولای شي.

خان پژواک ته وويل: ((دا سيسټم د ساده پمپ په واسطه کار کوي، د پټرولو د بېخ له پيپ څخه د پټرولو ذرې د اوبو بوتل ته او د اوبو له ماليکونو سره له يو ځای کېدو وروسته منقل ته راځي.))

د پکتيا پوهنتون رئيس دوکتور سيدولي جلالزی وايي چې د ياد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو محصلينو ځينې مهم ماشينونه، سافټ ويرونه، د چرکانو د توليد او اوسمهال د مايع ګاز د توليد دستګاوې جوړې کړې دي.

خو نوموړى خواشيني څرګندوي چې تر دې دمه اړوندو بېلابېلو ادارو هم د دې چارو د ملاتړ لپاره کومه همکاري نه ده کړې.

جلالزی وايي: ((زموږ پوهنتون اوس نوښتونه کوي او ځان ته د عايد د برابرولو پر لور ګامونه اخلي. که څه هم موږ له ځينو ادارو سره د همکاريو تړونونه امضا کړي، خو بدبختي دا ده چې دا ادارې لا هم دې ته نه دي آماده شوي او دا ظرفيت نشته، چې په ګډه کار سره وکړو.))

د يادونې ده چې د پکتيا پوهنتون د انجنیري، کرنې، ژورنالېزم او ځينو نورو څانګو بعضې محصلينو تر دې دمه د راډيو د څپو خپروونکې کوچنۍ دستګاه، مايک، د ډېټابېس سافټ ويرونه، د چرکانو د توليد ماشين، د موبايل په اپلکېشن کنټروليدونکی موټر، د بادي برېښنا د توليد دستګاه او اوسمهال يادې دستګاوې جوړې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.