کابل (پژواک، ۳ وږي ۹۹): د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پاسوال جمعه ګل همت د کابل ولایت د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دغه موضوع پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلې ده.
جمعه ګل همت له دې مخکې بېلابېلې نظامي دندې ترسره کړې دي.
له دې مخکې پر دغه پوسټ امان الله واحدي دنده ترسره کوله.
د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې واحدي د کابل د پولیسو د قوماندان په توګه له دندې ګوښه شوی دی.
واحدي د روان کال د وري میاشتې په وروستیو کې د کابل ولایت د امنیه قوماندن په توګه پر دندې ګومارل شوی و.
د دغه وزارت وزارت ویاند وایي چې واحدي په کابل ښار کې د وروستیو ناامنیو له امله او د دغه ښار د شپاړسمې، اوولسمې امنیتي حوزو د امرانو د ګوښه کېدو پر دوام له دندې ګوښه شوی دی.
په دې وروستیو کې په کابل ښار او ولسوالیو کې له چسپکي او سړک غاړې ماینونو څخه ګټه اخیستنه ډېره شوې ده.
د هېواد د خپلواکۍ په ورځ د زمرمي په ۲۸مه د کابل ښار اړوند د راکټ څلور مرمۍ لګېدلې دي.
په همدې ډول په څو وروستیو ورځو کې کابل ښار د څو چسپکي ماینونو د چاودنو او څو کسانو د ترور شاهد و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن