کابل(پژواک، ۳ وږی ۹۹): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، کابل کې یې د ۴۷،۷ ميليون افغانيو په لګښت د پیازو ۹۷ زېرمتونونه جوړ کړي او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه زیرمتونونه په شاوخوا دوو میاشتو کې د کابل په چهاراسیاب، موسهي، خاکجبار، بګرامیو او ده سبز ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پیازو د دغو زېرمتونونو هر یو د ۱۲ مټریک ټنه پیازو د ساتنې وړتیا لري.
محمدداوود چې سږکال یې په فتوح کلا کې پر یونیم جریب ځمکه پیاز کرل، وایي: «مخکې مې د خپلو پیازو له محصولاتو دومره هېله نه وه، ځکه چې په ټیټه بیه پلورل کېدل او یا خوسا کېدل، خو اوس چې د پیازو زېرمتون راته جوړ شوی، هیله لرم چې له خپل محصول څخه ډېره ګټه تر لاسه کړم.»
د ياد وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمتالله غفوري نن د کابل د «فتوح کلا» په سیمه کې د یادو زیرمتونونو د پرانيستو په مراسمو کې وویل چې په دوو راتلونکو میاشتو کې به د څه باندې ۱۲ زره پروژو چې په کې د پیازو او کچالو زېرمتونه، ممیزخونې او سړې خونې جوړول شامل دي، بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن