ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر والي او امنيه قوماندان کابل ته را وغوښتل شول

د پنجشېر والي او امنيه قوماندان کابل ته را وغوښتل شول

author avatar
25 Aug 2020 - 10:15
د پنجشېر والي او امنيه قوماندان کابل ته را وغوښتل شول
author avatar
25 Aug 2020 - 10:15

کاّبل (پژواک، ٤ وږى ٩٩): د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د پنجشېر سرپرست والي او امنيه قوماندان کابل ته را وغواړي څو د کرام الدين کريم د نيولو لپاره د ترسره شوو عملياتو په اړه معلومات ورکړي.

د فوټبال فدراسيون پخوانى رييس کرام الدين کريم چې د فوټبال په ښځینه لوبغاړو پر جنسي تېري تورن دى، محکمې پر بند محکوم کړى، خو هغه په پنجشېر کې له تېرو څو مياشتو راهيسې پټ دى.

وړمه شپه افغان ځانګړو ځواکونو په پنجشېر کې د هغه د نيولو په موخه عمليات ترسره کړل، خو د سيمې خلک يې پر ننګه ودرېدل او هغه يې له نيولو وژغوره.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د فوټبال فدراسیون مخکنی مشر کرام الدین کریم باید محکمې ته حاضر شي او پر ځان لګېدلي تورونه پاک کړي.

نوموړي د يادو عملياتو له ناکامېدو وروسته د خلکو د سخت غبرګونو په ځواب کې په فېسبوک کې ليکلي چې د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د پنجشېر د امنیه قوماندان او ولایت مقام سرپرست کابل ته راغواړي څو په هغه ولایت کې د کرام الدین کریم د عملیاتو په اړه معلومات ورکړي.

د پنجشېر د والي مرستیال محمد امین صدیقي ویلي چې دغه عملیات وړمه شپه د پنجشېر په مرکز بازارک کې ترسره شوي دي.

د هغه په وینا، کله چې د پولیسو ځانګړي قطعات د کریم د نیولو لپاره د ځمکې او هوا له لارې پنجشېر ولایت ته ورسېدل، د سیمې له اوسېدونکو سره په نښته کې ښکېل شول.

خو امرالله صالح د کرام الدین کریم د نیولو ناکام عملیاتو ته په غبرګون کې ویلي چې د کوچنیو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د جرمي او حقوقي مواردو سیاسي کول د شرم وړ دي.

هغه زياته کړې، کرام الدین کریم د عدلي فراریانو په لېست کې دی او دا یې رد کړې چې ګواکې د نوموړي له خوا یې د نیولو امر ورکول شوی دی.

ده پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: "کرام الدین باید عدالت ته حاضر شي او پر ځان لګېدلي تورونه پاک کړي، دا چې د یو فراري او په جرم تورن کس د نیولو عملیاتو پر مهال د پولیسو د ځانګړو قطعاتو په مشرۍ کې څه ډول لاسونه شامل وو، باید معلوم شي. یوه معلوم الحاله بې پلانه کړۍ چې په خپلو ناکاره کړنو سره یې پنجشېر برمته کړی، دغه ځل بیا راغلي چې له دغه بد او شرم ډک حالت څخه د څو تنو لپاره سیاسي استفاده وکړي. "

هغه په دې اړه د کوم چا یادونه نه ده کړې.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال له خلکو غوښتي چې د فراریانو ترڅنګ ونه درېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.