ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوشې شوي طالب زندانيان: جګړه بس ده د سولې لپاره کار کوو

خوشې شوي طالب زندانيان: جګړه بس ده د سولې لپاره کار کوو

author avatar
26 Aug 2020 - 14:47
خوشې شوي طالب زندانيان: جګړه بس ده د سولې لپاره کار کوو
author avatar
26 Aug 2020 - 14:47

ګردېز (پژواک، ٥ وږى ۹۹): د افغان دولت له خوا د سولې مذاکراتو د پيل لپاره د پنځه زره طالب زندانيانو له ډلې خوشې شوي ډېری پخواني طالب وسله وال د جګړې پر درېدو ټينګار کوي او وايي چې په هېواد کې د سولې د تامين لپاره به هڅې وکړي.

د دوی له ډلې د سوېل ختيځ زون له مرکزي ګردېز زندان څخه ازاد شويو درې تنو له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې جګړه د حل لاره نه ده او نور بايد له هېڅ غاړې افغانان ونه وژل شي.

د دوی له ډلې سيدالله، چې دوولس کاله زنداني و، وايي چې حالت بدل شوی او د ولس غوښتنو ته بايد له سمې لارې ځواب وويل شي.

نوموړی د جګړې دوام د هېواد او خلکو په خير نه بولي او وايي، هيله من دی چې د افغان طالبانو د تحريک مشرتابه به د حالاتو په درک لازم ګامونه واخلي.

سيدالله وايي: ((انشاالله موږ به تر خپله وسه نور ملګري هم تشويق کړو، چې نور له جنګونو لاس واخلي. خپله هم دا کوشـش کوو چې په سوله کې ژوند وکړو، بل مسلمان ته مو خير ورسيږي.))

د کندهار ولايت د ژېړۍ ولسوالي اوسېدونکی محمد داوود چې د حقاني شبکې غړی و او له ۱۹ کلن قيد څخه يې اووه کاله زندان تېر کړی، وويل غواړي له جګړو لرې له خپلې کورنۍ سره ژوند وکړي.

داوود زياته کړه: ((موږ هم د دې وطن لپاره هڅه کوو چې امن راولو، نور بايد جنګ ختم شي، هيله لرم چې طالبان نور له سولې کار واخلي او پر سوله ټينګار وکړي او انشاالله همداسې به وکړي.))

د ازاد شويو زندانيانو له ډلې پخوانی طالب وسله وال منير وايي چې د ځينو ملګرو له خوا يادې ډلې سره يوځاى شوی و، خو غواړي چې نور يې په کلي کې جګړه ونه اوسي او خلک ارامه ژوند ولري.

نوموړي پژواک ته وويل:((انشاالله نور هڅه کوو چې د سولې د بهير لپاره کار وکړو. نور عادي ژوند خپلوم، چې په کور کې له خپل کور والاو سره ژوند وکړم. د سولې خبرې روانې دي او انشاالله ښه زېری به ولرو.))

د يادو څرګندونو په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې دغه ډول خبرې شخصي نظر دى.

هغه وويل: ((دا خبرې د يادو کسانو خپل ليد لوری دى، د شرطونو په منل کېدو زموږ لومړيتوب مذاکرات دي، خو که د دې چارې مخه نيول کيږي، نو اړ يو چې جګړې ته دوام ورکړو.))

د سولې مذاکراتو د پيل او باور فضا ټېنګېدو لپاره د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون پر اساس د ۵۰۰۰ طالب زندانيانو له ډلې کابو ۴۷۰۰ يې حکومت خوشې کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.