ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٢٠٩شاهين قول اردو مرستيال ټپي شو

د ٢٠٩شاهين قول اردو مرستيال ټپي شو

author avatar
26 Aug 2020 - 12:15
د ٢٠٩شاهين قول اردو مرستيال ټپي شو
author avatar
26 Aug 2020 - 12:15

 ميمنه (پژواک، ٥ وږى ٩٩): د ٢٠٩ شاهين قول اردو وايي چې ددغې قول اردو مرستيال له طالبانوسره په نښته کې ټپي شوى دى.

له شاهين قول اردو څخه پژواک اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: (( تېره ورځ ماښام مهال د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان جنرال ارکان حرب هیبت الله علیزی، ددغې قول اردو مرستيال جنرال عباس توکلی،او د فارياب امنيه قوماندان جنرال غیب الله سادات د فارياب د قُر‌غان ولسوالۍ اړوند د جګړې لومړۍ کرښتې ته د سوق او ادارې لپاره تللي وو.))

سرچينې ليکلي چې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښته کې جنرال عباس توکلي پر چپه پښه برسېرن ټپي شوى دى. 

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د توکلي روغتيايي وضعيت ښه دى او اوس د درملنې لپاره مزارشريف ته انتقال شوى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.