ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د جوزجان د ګازو نل لیکه ويجاړه کړې ده

وسله والو د جوزجان د ګازو نل لیکه ويجاړه کړې ده

author avatar
26 Aug 2020 - 17:47
وسله والو د جوزجان د ګازو نل لیکه ويجاړه کړې ده
author avatar
26 Aug 2020 - 17:47

شبرغان (پژواک، ۵ وږی ۹۹):د جوزجان سیمه ییزې سرچینې وایي چې د روانې اوونۍ په لړ کې د دولت وسله والو مخالفینو د دویم ځل لپاره د دغه ولایت په اقچه ولسولۍ کې د کازو نل لیکې ته چاودنه ورکړې ده چې د مزارشریف کود او برق فابریکې ته د ګاز د لېږد بهیر بند شوى دى.  

د خپروشوو راپورونو له مخې، د حکومت وسله والو مخالفینو تېره یکشنبه هم په دغه ساحه کې د ګازو پایپ لاين ته د چاودېدونکو توکو په وسیله چاودنه ورکړې ده.

د افغان ګاز د تصدۍ رییس انجنیر عبدالقیوم نن د وږي په ۵ پژواک خبري اژانس ته وویل چې په روانه اوونۍ کې طالبانو د اقچې ولسوالۍ د علي مُفل ساحې د بارګاه لارې په اوږدو کې د ګاز شاوخوا شپږ متره نل لیکې ته چاودنه ورکړې وه چې دوه ورځې وړاندې بېرته ترمیم شوه.    

ده زیاته کړه چې وسله والو تېره شپه بیا په دغه سیمه کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو په وسیله د ګازو دغه پایپ لاين ته چاودنه ورکړې او د مزاشریف د کوډ او برق فابریکې ته یې د ګازو بهیر ځنډولی دی.

نوموړی وایي چې د مزارشریف د کود او برق فابریکې ته د ګاز رسېدنې له ځنډ سره، د کود او برق په فابریکه کې د کېمیاوي کوداو د برق د انرژۍ تولید چارې په عملي ډول درېدلې دي او له دې امله د دولت عایدو ته ډېر زیان اوړي.

سرچینې وويل چې له دغې نل لیکې څخه په یوه شپه او ورځ کې کم تر کمه درې زره متر مکعبه ګاز د مزارشریف د کود او برق فابریکې ته لېږدول کېده چې اوس مهال د ګازو دغه شبکه له خنډ سره مخ شوې ده.

قیوم وایي:«موږ دغه جریان له امنیتي بنسټونو سره شریک کړی څو ساحه کلابنده او موږ ته د نل لیکې د وصل کولو زمینه برابره کړي، خو تراوسه په دې تړاو د هغوی له خوا لازمه پرېکړه نه ده شوې.»

دغه راز د ولایت مقام سرپرست او مرستیال عبدالقادر مالیه پژواک ته وویل:«د دغې پېښې په اړه موږ ته لازم اطلاعات رسېدلي، ټاکل شوې څو په دې تړاو امنیتي جلسه جوړه او لازمه پرېکړه وکړو.»

هغه زیاته کړه چې د بارګاه د لارې په اوږدو کې د ګازو نل لیکې ته د چاودنې ورکولو له امله د بلخ او جوزجان ولایتونو اوسېدونکو ته زیانونه اوښتي دي.

هغه وویل چې ډېر شمېر انجنیران او کارکوونکي بېکاره کېږي او سربېره پردې د کود په ساحو کې د کېمیاوي کود تولید او د برق انرژۍ د تولید او مزارشریف برېښنا یې له لویې ستونزې سره مخ کړې ده.

نوموړي زياته کړه:«په دې اړه جدي عمل کوو او ټاکل شوې ډېر ژر رامنځته شوې ستونزه حل کړو.»

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د صوتي پيغام په رااستولو سربېره ویلي: «د دغې پېښې په اړه د دوی پلټنې روانې دي خو تراوسه مو کره اطلاعات نه دي ترلاسه کړي، هرکله چې په دې اړه زموږ اطلاعات تکمیل شي هغه له رسنیو سره یې شریکوو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.