ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيوزيلينډ محکمې د ٥١ مسلمانانو قاتل ته د عمري بند سزا ورکړه

د نيوزيلينډ محکمې د ٥١ مسلمانانو قاتل ته د عمري بند سزا ورکړه

author avatar
27 Aug 2020 - 11:00
د نيوزيلينډ محکمې د ٥١ مسلمانانو قاتل ته د عمري بند سزا ورکړه
author avatar
27 Aug 2020 - 11:00

کابل (پژوک، ٦ وږى ٩٩) : د نيوزيلينډ يوې محکمې هغه کس  ته د عمري بند سزا ورکړه چې پر جوماتونو د بريد پر مهال يې ٥١  مسلمانان وژلي وو.

د اسټراليا يو تن اوسېدونکي برينټن ټيرينټ د ٢٠١٩ زېږديز کال د مارچ په مياشت کې د نيوزيلينډ د کرايسټ چرچ د ښار پر دوو جوماتونو د لمانځه پر مهال پر مسلمانانو ډزې کړې وې.

په دغو ډزو کې د يوه افغان په ګډون ٥١ مسلمانان ووژل شول او تر ٤٠ پورې نور ټپيان شوي وو، نوموړي په ټولنيزو شبکو کې ددغه بريد ويډيو په ژوندۍ بڼه هم خپره کړې وه.

د راپورونو له مخې، پرون د نيوزيليند يوې محکمې ياد قاتل ته د عمري بند سزا ورکړه او دا د نيوزيلينډ په تاريخ کې لومړى ځل دى چې کوم يوه مجرم ته دغه ډول سزا ورکول کېږي.

ددغې پرېکړې پر مهال له محکمې بهر د مقتولينو د کورنيو ګڼ شمېر غړي هم راټول شوي وو .

د نيوزيلينډ لومړۍ وزيرې جسنډا ارډرن د محکمې د پرېکړې هرکلى کړى او ويلي يې دي چې قاتل د همدې ډول سزا وړ و .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.