ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت له نړيوال بانک سره د ملي دسترخوان مالي سند لاسليک کړ

حکومت له نړيوال بانک سره د ملي دسترخوان مالي سند لاسليک کړ

author avatar
27 Aug 2020 - 16:21
حکومت له نړيوال بانک سره د ملي دسترخوان مالي سند لاسليک کړ
author avatar
27 Aug 2020 - 16:21

کابل(پژواک، ٦ وږی ۹۹):د افغانستان حکومت له نړيوال بانک سره د ملي دسترخوان پروګرام مالي سند لاسليک کړ، چې له مخې به يې له شاوخوا څلور نيم ميليونه کورنيوسره مرستې وشي.

له ارګ څخه د وږي په ٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن له غرمې مخکې د ملي دسترخوان پروګرام مالي سند د مالیې وزارت د سرپرست عبدالهادي ارغندیوال او په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر هنري کرالي تر منځ لاسليک شو.

د راپورونو له مخې، ولسی جرګې د چنګاښ د مياشتې په ٣١مه د ۲۴۴ ميليون ډالرو په ارزښت خلکو ته د لومړنيو خوراکي توکو د وېش برنامه د قانوني پړاونو د نه بشپړولو له امله رد کړه.

ولسمشر غني ددې مراسمو پر مهال په خپله وينا کې وويل چې ملي دسترخوان صدقه نه، بلکې د خلکو د اساسي حقونو تامین دی او دا یوازې د اساسي قانون او د افغانستان اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې تطبیقېږي.

 هغه وايي:" دسترخوان زموږ په فرهنګ کې ښکلې کلمه ده چې له اورېدلو سره یې تجمع، ګډه ناسته او د خدای تعالی دربار ته دعا زموږ ذهن ته راځي، ملي دسترخوان یانې هغه مساوات چې اساسي قانون هر افغان ته ټاکلي او موږ یې پلی کوو."

دی زياتوي، که برېښنایي تذکرې او د پیسو د لېږد واضح سیستم موجود وای، نو مجبور نه وو چې دا پروګرام د درېیمو بنسټونو له لارې تطبیق کړي، نو ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه ده چې دا دوه مهم اصلونه عملي کړي.

ولسمشر غني د ملي دسترخوان پروګرام له لارې ۴،۵ میلیون کورنیو ته رسیدګي په تاریخ کې بېساری اقدام بولي او زياتوي، دغه ملي پروګرام په لومړي پړاوو کې په ۱۲۳ او په دویم پړاوو کې په ۲۳۵ ولسوالیو، ۱۴ښارونو او د ۱۹ ولایتونو مرکزونوکې تطبیقېږي چې کابل ښار هم په کې شامل دی.

سرچينه زياتوي، د دغه ملي پروګرام مدیریت د کلیو پراختیایي شوراګانو په لاس کې دی، دوی ته بانکي حسابونه پرانیستل کېږي چې د کلیو او ولسوالیو بازارونو نه توکي واخلي او په مستحقو کورنیو یې ووېشي او د حکومت رول اسانچاری دی، مدني ټولنې، وکیلان او هر افغان یې د نېغې څارنې حق لري.

ولسمشر غني وايي:" د پېچلې بیروکراسۍ مخه ونیول شوه، د درکړل شویو امکاناتو شفاف تطبیق او ځواب باید راکړئ، ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او ټولو مسوولینو ته اخطار ورکوم چې هیڅوک په دې برنامه کې د مداخلې حق نه لري، ځکه دا د خلکو په ځانګړي ډول د مستحقو، کونډو او بې سرپرسته مېرمنوحق دی او باید هغوی ته ورسېږي."

هغه له نړیوال بانک څخه مننه وکړه او ويې ويل:" اداري شیوې باید بدلې کړو، لوی باور دادی چې مالي منابع له کاغذپرانۍ پرته په شفافه توګه د ولس په اختیار کې ورکول کېږي."

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وویل، چې په لومړي پړاو کې په ۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو کې ۱۲۸۹۶ کلي ترپوښښ لاندې راځي چې مجموع ۱،۸ میلیون کورنۍ کېږي او دغه پړاوو ته ۸۶میلیون ډالر بودجه ځانګړې شوې.

د ده په وينا، په دویم پړاو کې په ۳۴ ولایتونو او ۲۳۴ هغو ولسوالیو کې چې تردې مهاله د ولسي تړون برنامې ترپوښښ لاندې نه دي راغلي ۲۱۸۴۲ کلي او ۲،۷ میلیون کورنۍ به له دې بشري مرستوبرخمنې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.