ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان چارواکي: د سيلابونو له امله ۳۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه نور لادرکه دي

د پروان چارواکي: د سيلابونو له امله ۳۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه نور لادرکه دي

author avatar
27 Aug 2020 - 17:30
د پروان چارواکي: د سيلابونو له امله ۳۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه نور لادرکه دي
author avatar
27 Aug 2020 - 17:30

چاریکار(پژواک،۶وږی ۹۹): د پروان ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د سېلابونو د راوتلو له امله د مرګ ژوبلې او زيانونو ترڅنګ تردې دمه سل کسان مړه دي، ۲۵۰ نور ټپيان او تردې دمه لا هم لسګونه نور لادرکه دي.

د پروان د والي وياندې وحيدې شهکار پژواک خبري اژانس ته د ياد مطلب د څرګندولو تر څنګ زياته کړه چې د ځاني زيانونو تر څنګ په دغه ولايت کې تر زرو ډېر د استوګنې کورونه ړنګ شوي دي.

نوموړې زياتوي، تردې دمه ۹۰ جسدونه او ۱۰۸ ټپيان د دې ولايت ملکي روغتون ته وروړل شوي دي.

هغې زياته کړه، تردې دمه په دغه ولايټ کې د سېلابونو د راوتلو له امله د مرګ ژوبلې کومې شمېرې چې تر لاسه شوي ښيي چې تر اوسه سل کسان مړه شوي، تر ۲۵۰ ډېر ټپيان دي او لا هم يو شمېر نور لادرکه دي.

هغه وايي:"د ژغورنې ټيمونه په ۱۳، ۱۲، ۱۱، ۹ د هوفيان شريف اړوند او د پروان د مرکز اړوند د مسعود په ښارګوټي کې له خټو او چکړو د جسدونو د راېستلو په حال کې دي."

د نوموړې په وينا، طبيعي پېښو ته د رسېدنې چارو وزارت او د اجمل رحماني خيريه بنسټ د يادې پېښې د زيانمنو له کورنيو سره نغدي مرستې کړې دي.

د پروان د مرکزي سيمو د قربانيانو يو شمېر کورنۍ د خپلو خپلوانو پېدا کېدو ته په تمه دي.

د چاريکار د لومړۍ حوزې اړوند د ۱۳ مې پارچې د سيمې اوسېدونکی نويد وايي چې تردې دمه يې پلار تر خټو او چکړو لاندې او جسيد يې نه دی موندل شوی.

د پروان يو شمېر ځوانانو د دې پېښې ټيپانو ته وينه ورکړه.

د پروان يوتن مدني فعال شايق قاسمي په داسې حال کې چې وينه يې ورکوله، وويل:"له ۲۰ ځوانانو سره د سېلاب له امله ټپي شويو کسانو ته د وينې د ورکړې لپاره روغتون ته راغلي يو، ترڅو له يادو کسانو سره خپله همدردي څرګنده کړو."

هغه دغه پېښه درنه او يو ناروين بولي او دولت څخه د پېښې زيانمنو کسانو ته د مرستو د ډېروالي غوښتنه کوي.

د پروان د مرکز چاريکار د مسعود ښارګوټي اوسېدونکی ۵۰ کلن عبدالربي چې د سېلابونو د راوتو له امله يې کور ړنګ شوى او د کور هر څه يې له لاسه ورکړي، دمګړۍ له خپلې لس کسيزه کورنۍ سره د خپلو خپلوانو کورونو ته تللى وايي، تردې دمه يې له هيڅ بنسټ څخه هيڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.