چاریکار(پژواک،۶وږى۹۹): د پروان مسوولين وايي چې ددغه ولايت په بګرام ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د وسله والو د بريد پرمهال د څلورو ملکي وګړو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د بګرام ولسوال عبدالشکورقدوسي پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د صياد په سيمه کې رامنځته شوې ده.
دده په خبره، په دغه پېښه کې د څلورو ملکي وګړو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن