کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۹): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په ۱۳ ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو د راوتلو له امله ۱۵۱ کسان مړه شوي، ۲۰۰ نور ټپيان او په سلګونو د استوګنې کورونه ړنګ شوي دي.
د ياد وزارت د پاليسۍ او انسجام د چارو مرستيال محمد قاسم حيدري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د هېواد په ۱۳ ولايتونو کې سېلابونه راوتلي دي.
دی زياتوي، پر دې سربيره چې يادو ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي تر اوسه ۱۵۱ کسان مړه شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپيان دي چې تر ټول ډېر زيانونه يې د پروان په ولايت کې اړولي دي.
نوموړى دغه راز زياتوي، تردې دمه د سېلابونو د راوتلو له امله ۲۰۰ کورونه په بشپړ ډول ړنګ شوي، ۱۵۰ کورونه قسما ړنګ شوي، ۴۵۰۰ ونې، ۳۲۲ استنادي دېوالونه او ۱۵ هټۍ هم ړنګې شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ياد وزارت عملياتي ټيم تېر ماښام پروان ولايت ته رسېدلی او د سيمې له خلکو سره د جسدونو په راپيدا کولو کې يې همکاري پيل کړې ده.
د هغه په وينا، په يادو ولايتونو کې زرګونو سېلاب ځپلو کورنيو سره بېړنۍ مرستې په پام کې نيول شوي او د ياد وزارت سيار ټيمونه له خلکو سره په همکارۍ بوخت دي.
په ورته مهال د پروان د والي مرستيالې حسيبې عفت په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د وروستيو سېلابونو د راوتلو له امله تر دې دمه ۱۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او تر ۲۰۵ کسانو ډېر ټپيان شوي دي.
د سرچېنې د معلوماتو پر بنسټ، په لسګونو نور کسان لا تر اوسه لادرکه دي او کورنۍ يې د جسدونو د پيدا کولو په لټه کې دي.
د يادونې ده چې تېره ورځ ماښام ولسمشر محمد اشرف غني د پروان ولايت مخورو ته ډاډ ورکړ چې دولت په ټولو امکاناتو سره د پروان د وروستۍ پېښې له قربانيانو، ټپيانو او اړو کورنيو سره خپلو مرستو ته دوام روکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن