ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو کابل کې د عاشورا پر مراسمو د بريد کولو په تور  يوه ډله نيولې ده

پوليسو کابل کې د عاشورا پر مراسمو د بريد کولو په تور يوه ډله نيولې ده

author avatar
27 Aug 2020 - 13:50
پوليسو کابل کې د عاشورا پر مراسمو د بريد کولو په تور  يوه ډله نيولې ده
author avatar
27 Aug 2020 - 13:50

کابل (پژواک، ۶ وږی  ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي چې ځانګړو ځواکونو هغه ترهګريزه ډله چې د عاشورا پر حسيني عزادارانو يې د بريد پلان درلود، نيولې ده.

د کورنيو چارو وزارت له خوا د وږي په ۶مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په اړوند سيمو کې د ترهګرۍ ضد ځينې هدفمند عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ياده ډله هم نيولې ده.

سرچينه زياتوي، یاد عملیات تېره شپه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ترسره شوي چې په پایله کې يې د يوې ښځې په ګډون د ترهګرو ۹ کسیزه ډله ونيول شوه.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې يادې ډلې غوښتل چې په کوټه ‌سنګي سيمه کې د عاشورا پر حسیني عزادارانو بريد پلان کړي چې د چاودېدونکو توکو له دوه واسکټونو او شپږ کړۍ بمونو سره يو ځای نيول شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي چې امنيتي ځواکونو د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو یوه پنځه کسيزه ډله نیولې ده.

د يادولو  ده چې  ملي پولیسو  په کابل کې د حسیني عاشورا د ورځو د امنیت ساتنې په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.