ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان ځینو سېلاب ځپلو د مرستو نه ترلاسه کولو غبرګون کې اعتراض کړی

د پروان ځینو سېلاب ځپلو د مرستو نه ترلاسه کولو غبرګون کې اعتراض کړی

author avatar
29 Aug 2020 - 18:26
د پروان ځینو سېلاب ځپلو د مرستو نه ترلاسه کولو غبرګون کې اعتراض کړی
author avatar
29 Aug 2020 - 18:26

چاریکار (پژواک، ۸ وږی ۹۹): د پروان د مرکز چاریکار د «پارچه هفتم» لسګونو سېلاب ځپلو په داسې حال کې د مرستو د نه ترلاسه کولو غبرګون کې په اعتراض لاس پورې کړی چې له سلګونه زیانمنو کورنیو سره مرستې شوې او دغه لړۍ دوام لري.

سېلابونه د تېرې چهارشنبې په شپه (د وږي په پنځمه) د پروان په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې راووتل او د دغه ولایت په مرکز چاریکار کې یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

چارواکو په پروان کې ویلي چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه تخریب شوي، ۱۱۴ کسان مړه، ۱۲۶ نور ټپیان او تر ۲۵۰ ډېر نور کسان لا هم تر خاورو لاندې ورک دي.

پر دې سربېره چې ځینو زیانمنو کورنیو ته مرستې رسېدلي دي، خو د چاریکار د لومړۍ حوزې د پارچه هفتم اوسېدونکو د لاریون په کولو سره شکایت کړی، وایي د دې سیمې له سېلاب ځپلو سره تر اوسه مرسته نه ده شوې.

لاریون کوونکي چې شمېر یې لسګونو ته رسېږي، د اعتراض په ډول د دغه ولایت په مرکز کې د مسعود د ښارګوټي سړک له نن ماسپښین یوې بجې راهيسې د تګ راتګ پر مخ تړلی دی.

د پارچه هفتم د ساح اوسېدونکی او لاریون کوونکی محمد جمال چې کور یې د سېلاب له امله تخریب شوی، په داسې حال کې چې پر سړک یې ډبرې اچولې، وویل: «خلکو شهیدان ورکړل، ټپیان یې ورکړل، هر څه یې له لاسه ورکړل، موږ ته یوازې صحي اوبه نشته، زموږ کوڅې له خټو ډکې دي، موږ یې د پاکولو تاوان نه لرو، یوه دولتي مسوول خپلې پښه دلته نه ده اېښې چې زموږ له حال او احواله خبر شي؟.»

د دغه محل یو بل اوسېدونکی او لاریونکوونکی احمد شکېب صفار چې سېلاب یې د خواراکي توکو پلونځی له منځه وړی دی، هم وایي: «خلک څه کولای شي، د خلکو د ژوند ټوله سرمایه له منځه ولاړه، دولت څه په درد لګیږي، څلور ورځې وشوې حادثه شوې، هېچا له موږ سره مرسته ونه کړه او یوه کس له دولت څخه زموږ پوښتنه ونه کړه.»

د پروان د مدني ټولنې رییس محمد شفېع مشفق د خلکو اعتراض پر ځای بولي او وایي چې د پروان د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې ریاست د زیانمنو کورنیو د سروې مسوولیت لري، خو سمه سروې نه ده ترسره شوې او له یوشمې سېلاب ځپلو سره مرسته نه ده شوې.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار د زیانمنو د سروې ځنډ تاییدوي، خو وایي چې اړوندې ادارې د مرستو رسولو لړۍ چټکوي.

د هغې په خبره، تر اوسه له ۵۰۰ زیانمنو کورنیو سره مرسته شوې ده او دغه لړۍ دوام لري.

د هغې په خبره، ۴۰۰ بوجۍ اوړه، ۴۰۰ بوتله غوړي او ۴۰۰ بوجۍ وریجې حکومت، ۳۰۰ بستې د پخلنځي کېټونه احمدیار ګروپ، دوه سوه کمپلې «انهم» شرکت او زز کمپلې د هرات وکیلانو خیریه بنسټ مرسته کړې ده.

دغه راز هغې وښوده چې قاري عبدالوحد کریمي دوه نیم ميلیونه افغانۍ، د پروان ولسي شورا هم دوه نیم ميلیونه افغانۍ او د صالح محمد صالح خیریه بنسټ هم د پنځه سوه کورنیو لپاره د یوې اندازه خوراکي توکو او البسې مرسته کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.