میمنه (پژواک، ۸ وږی ۹۹): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې په درېیو جلا پېښو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یوه ترافیکي پېښه کې چې تېر مازدیګر د المار- قیصار پر لویه لار د فلاینکوچ او سراچې موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه، یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، په فکلاینکوچ کې سپاره هغه کسان وو چې بېرته له ایرانه را اړول شوي وو.
د میمنې په روغتون کې د بېړنۍ برخې موظف ډاکتر یادګار رویا پژواک ته وویل چې تېر مازدیګر شپږ بجې د دغه روغتون عاجل سرویس ته یو جسد او د دوو مېرمنو په ګډون لس ټپیان ور وړل شوي دي.
د دغه ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د شباختوی سیمې اصلي اوسېدونکی محمد یوسف چې د پېښې له ټپیانو دی، وایي، درې ورځې وړاندې له ایرانه بېرته رد مرز شو، له شلو کسانو سره په یوه فلاینکوچ موټر کې د میمنې پر لور روان وو، د مازدیګر پنځه بجې یې موټر د المار ولسوالۍ د خواجه عثمان په سیمه کې له یوه سراچه موټر سره ټکر وکړ.
هغه د دې پېښې په اړه داسې وویل: «زموږ د موټر سرعت ډېر و، پر سړک د ملي اردو هاموې ټانک ولاړ و، موټر چلوونکيٍ وغوښتل د سړک له غاړې تېر شي، څو له ټانګ سره ونه لګېږي چې مخامخ یو سراچه موټر راغی او ټکر یې وکړ.»
د یوه بل خبر له مخې، تېره ورځ ماسپښین د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ لګېدو او هوايي برید له امله درې ماشومان وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د حکومت یوې کره سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل تېره ورځ له غرمې مخکې شاوخوا نهه نیمې بجې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په ینګي کلا کلي کې یو ډيسي توپ ولګېد چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ ۳ ماشومان چې له ۷ تر ۱۱ کلونو عمرونه یې درلودل، وژل شوي او د دې کورنۍ پلار او یوه نجلۍ ټپیان شوي دي.
دغه راز نوموړی وایي، تېره ورځ ۱۲ بجې د دې ولسوالۍ په هنود سیمه کې د 530 MD چورلکو په برید کې د یوې کورنۍ څلور ملکي کسان چې په یوه درې ټایره ریکشاه کې سپاره وو، ټپیان شوي دي.
د دې پېښې دوه ټپیان ګلبدین او احمد وایي چې په ريکشا کې اته کسان سپاره وو او د خواجه سبزپوش له بازاره د کور پر لوري روان وو چې د چورلکو د راکټ هدف ورګرځېدل، دوی یې د میمنې روغتون انتقال کړل او پاتې نور د شېرین تګاب روغتون ته ولېږدول شول.
دغه راز یوه بل ټپي جواد وویل چې په کور کې ناست وو چې پر کور یې د هاوان مرمۍ ولګېده، دی او یوه لور یې ټپیان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن