ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کرونا تر ټولو لږ پېښې ثبت شوې دي

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کرونا تر ټولو لږ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
29 Aug 2020 - 14:50
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د کرونا تر ټولو لږ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
29 Aug 2020 - 14:50

کابل (پژواک،،۸ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا درې مثبتې پېښـې ثبت شوې او په دې موده کې څوک له دې ناروغۍ مړه شوي نه دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د وږي په اتمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

د لومړي ځل لپاره تېر کال د کب مياشتې په پنځمه نېټه په افغانستان کې د کرونا لومړنۍ پېښه په هرات ولايت کې ثبت شوه چې بيا د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه ارقام لوړېدل او بالاخره داسې وخت راغی چې په يوه شپه او ورځ کې نږدې اووه سوه کسان پر دې ناروغۍ اخته شول.

خو د عامې روغتيا وزارت په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې درې يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٨١٤٣ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تازه ثبت شوې پېښې درې ټولې په ننګرهار ولايت کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٤ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۹۰۵۹ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې له دې ناروغۍ څوک نه دي مړه شوي.

په افغانستان کې د کرونا ويروس له رامنځته کېدو وروسته تر اوسه پورې ١٤٠٢ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د يوې سروې له مخې، په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.