کابل (پژواک، ۹ وږی ۹۹) : د زابل ولایت یو تن پخوانی سناتور محمد حسن هوتک په کابل کې د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د وږي په ۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماښام د کابل ښار د پنځې امنیتي حوزې اړونده د قلعه وزیر په سیمه کې رامنځټه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې نامعلومو وسله والو کسانو د زابل پر پخواني سناتور محمد حسن هوتک ډزې کړې او هغه یې ځای پر ځای وژلی دی.
نوموړي وویل چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې وړ ده چې له تیرو څو کلونو راهیسې د کابل د پنځمې حوزې امنیت خراب شوی او هره میاشت لسګونه دولتي ملکي اونظامي مامورین ، مدني فعالان او قومي مشران په دې حوزه کې وژل کیږي.
ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې د یادې حوزې څخه ناڅاپي لیدنه وکړه او امنیتي مسوولینو ته یې دامنیت ښه کولو جدي لارښوونه وکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن