ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي اعلان کړل

ولسمشر غني د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي اعلان کړل

author avatar
30 Aug 2020 - 10:23
ولسمشر غني د ملي روغې جوړې عالي شورا غړي اعلان کړل
author avatar
30 Aug 2020 - 10:23

کابل (پژواک، ۹ وږی ٩٩): ولسمشرۍ ماڼۍ د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي روغې جوړې عالې شورا لپاره غړي اعلان کړل.

دا شورا په هېواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع رامنځته کېدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیوي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ شوی و.

ارګ د یوه لېست په خپرلو سره د ملي روغې جوړې عالي شورا د ۴۶ غړو نوملړ اعلان کړ.

د ولسمشر له خوا په ورکړل شوي فرمان کې راغلي، د ملي روغې جوړې عالي شورا دنده لري چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې دیني عالمانو، د ملي شورا غړو، د ولایتي شوراګانو د غړو، خصوصي سکټور، د سولې مشورتې لویې جرګې د غړو، د سولې د پخوانۍ عالي شورا استازو، د سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو او رسنیو د منتخبو استازو په ګډون د یادې شورا د عمومي مجمع د غړو لېست ترتیب او نهایي کړي.

د ولسمشر اشرف غني له خوا د يادې شورا  په نوملړ کې مخکنی ولسمشر حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، انجینر ګلبدین حکمتیار کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم، محمد محقق، صلاح الدين رباني، عطاءمحمد نور، اسماعيل خان، يونس قانوني، حامد ګيلاني، ذبيح الله مجددي، سيد منصور نادري، عنايت الله شهراني، انجنير محمد خان، صادق مدبر، اسماعيل غضنفر، مولوي خدايداد صالح، د علماوو شورا رييس شامل دي.

دغه راز له دولتي چارواکو په دې شورا کې امرالله صالح، سرور دانش، حمدالله محب، حنيف اتمر، فضل هادي مسلميار، مير رحمن رحماني، الماس زاهد، مولوي جوره طاهري او د سولې په چارو کې د دولت وزير شامل دي.

د ښځو په استازيتوب په دې شورا کې صفيه صديقي، نجيبه ايوبي، ماري اکرامي، ضياءګل رضايي، عاليه يلماز، فريده مومند، نسرين اورياخېل او زرقا يفتلي غړيتوب لري.

د ولسمشر په فرمان کې دغه راز د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ غړي هم اعلان شوي چې په کې ډاکټر عبدالله عبدالله د شورا د رييس، عبدالسلام رحيمي، عنايت فرهمند، اسدالله سعادتي، انجنير زهره مطهري، مولوي عطاءالرحمن سليم، حاجي دين محمد او محمد اکرم خپلواک د مرستيالانو په توګه معصوم ستانکزى او نورالحق علومي د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

ارګ د ملي روغې جوړې عالي شورا فرمان په داسې حال کې خپروي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې چې ټاکل شوې وه په دوحه کې وشي، ځنډېدلې دي او لا تر اوسه هم د داوړو لورو له خوا د زندانیو خوشي کېدو ستونزې نه دي حل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.