ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني شنونکي د ملي روغې جوړې عالي شورا پر اعلان شوو ډېری غړو ملاحظې لري

ځیني شنونکي د ملي روغې جوړې عالي شورا پر اعلان شوو ډېری غړو ملاحظې لري

author avatar
30 Aug 2020 - 16:01
ځیني شنونکي د ملي روغې جوړې عالي شورا پر اعلان شوو ډېری غړو ملاحظې لري
author avatar
30 Aug 2020 - 16:01

کابل (پژواک، ٩ وږى ٩٩): د چارو يو شمېر شنونکي د ملي مصالحې عالي شورا پر اعلان شوو غړو نيوکې کوي چې ډېرى يې د جګړې پلويان او د سولې مخالفين دي، خو ځينو بيا یاد لېست مناسب بللی دی.

ولسمشر اشرف غني تېره شپه د يوه فرمان له مخې د ملي مصالحې عالي شورا د ٤٦ کسانو يو نوملړ خپور کړ چې د حامد کرزي ترڅنګ په کې استاد سياف، انجنير ګلبدين حکمتيار، کريم خليلي، محقق، دوستم، رباني، عطاءمحمد نور، اسماعيل خان، حامد ګيلاني، مجددي، نادري، شهراني، حمدالله محب، حنيف اتمر، امرالله صالح، سرور دانش، مسلميار، رحماني او يو شمېر نور پخواني جهادي قوماندانان، اوسني حکومتي چارواکي او د مېرمنو استازې شامل دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ تېره شپه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا شورا په هېواد کې د سراسري سولې په اړه د ملي اجماع رامنځته کېدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائيه مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ شوی و.

د سياسي چارو يو شمېر شنونکي په دې اړه بېلابېل ډول نظرونه لري.

د سياسي چارو شنونکى او د سولې فعال مشتاق رحيم وايي چې د دې شورا ډېرى غړي پخواني سوليدلې، سياسي او ټولنيزې څېرې دي چې په تېرو دوو لسيزو کې ټولو سياسي معامله ګريو او امتياز طلبيو او شخصي ګټو لپاره يې هلې ځلې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په دې شورا کې داسې ډېر غټ ژور بدلون نه تر سترګو کېږي او نه هم دوى ټول د ملت استازيتوب کوي.

د مشتاق رحيم په وينا، په افغانستان کې ډېرى توکميز سياست مروج دى چې د دې له مخې په دې شورا کې د ټولو ډلو استازيتوب شته دى.

ده زياته کړه، په ټوله کې ټولې معاملې هم دوى کوي، ولس ته څوک ارزښت نه ورکوي.

د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ مشر سيد اکرام افضلي هم وايي چې په دې کې له يو څو کسانو پرته، نور ټول هماغه کسان دي چې د اوسني بحران لاملين او پېژندل شوې څېرې دي.

هغه په فيسبوک کې ليکلي: ((نه پوهېږم دوی به څنګه د ملت استازولي وکړي، په کار ده چې د ملت له خوا اصلي استازي وټاکل شي څو له دواړو خواوو (حکومت او طالبانو) سره د ولس په استازيتوب مذاکرات ترسره کړي.

د افضلي په وينا، که ملت داسې بې غږه پاتې شي او د ملت پر سر معاملې وشي، نو تلپاتې سوله به ناشونې وي، حتی کېدای شي هر ‌‌‌‌‌‌ډول سوله ناشونې وي؛ ځکه چې هره خوا به يې ځان ته کش کوي او د ملت غوښتنه چې سوله ده، پر خپل ځای به پاتې وي.

د سياسي چارو شنونکى شفيق همدرد بيا وايي چې د سولې ناڅرګندو خبرو د پيل لپاره دا يو ښه اقدام دی، خو پر اعلان شوو نومونو او لېست باندې ګڼ شمېر ملاحظات هم شته دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دغه لېست کې ډېرى هغو کسانو ته ځای ورکړل شوی چې د هېواد په تېرو جنګونو او ستونزو کې يې لوی لاس لاره او تل يې د جنګ پر مټ خپلې ګوندي او شخصي ګټې پاللې دي.

همدرد وايي، اندېښنه دا ده چې کېدای شي دغه اشخاص له هغې سولې سره چې د دوی ګټې له ستونزو او ګواښ سره مخ کوي، هوکړه ونه کړي، يا هم دغه بهير له ستونزو سره مخ کړي.

د نوموړي په وينا، بله اندېښنه دا ده چې په دغه لېست کې قومي انډول او ترکيب په پام کې نه دی نیول شوی؛ ځکه په دغه جنګ کې د ګڼو نورو لاملو ترڅنګ قومي او جغرافیوي لاملونه هم عمده رول لري، د پايدارې سولې لپاره قومي ترکيب او برابري مهم اصل ګڼل کېږي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکريم خرم وايي، د ملي روغې جوړې عالي شورا په غړو کې دولتي او حکومتي اراکين ځاى پر ځاى شوي چې زياتره يې د سولې مخالفين هم دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ياده شورا د سولې پروسې د رهبرۍ لپاره ښه شورا نه ده او بهتره به وه چې د مصالحې شورا د ریيس له خوا تشکيل شوې وای.

د کابل پوهنتون استاد محمد مرهون هم وايي، د لېست په اړه غبرګونونه تازه پيل شوي او حکومت هڅه کړې ده چې دغه نوملړ د حکومتي کسانو په ګډون اعلان کړ.

نوموړي زياته کړه، له دغه نوملړه ښکاري چې ياد کسان د حکومت مامورين دي او د سولې خبرې به همدوی پر مخ وړي.

استاد مرهون وايي، ولسي خلک په دغه نوملړ کې شامل نه دي او د هغو کسانو نومونه په کې شامل دي چې د هېواد روان وضعیت هم د همدغو کسانو له خوا دغه بد حالت ته را رسېدلی دی.

د هغه په وينا، دغه لېست وروستي نه دى، بدلون به په کې راځي او يا به هم مطلق ردېږي.

مدني فعال نظيف ساحل بيا وايي چې په لېست کې زيات هغه کسان شامل دي چې د افغانستان په څلوېښت کلنه جګړه کې يې لاس درلود.

ده زیاته کړه، ولسمشر د افغانانو نظرونه ته هېڅ پام نه کوي او هېڅکله يې هم په ملي مسايلو کې له خلکو نظر اخیستی، پر خپل سر پرېکړې کوي.

د ده په وینا، په دغه نوملړ کې باید هغه کسان شامل وای چې د خلکو استازي او هېواد ته ژمن کسان وای.

سياسي شنونکى نجيب ننګيال د ملي مصالحې شورا د غړو د اعلان په اړه وايي چې د سولې دغه فرصت له لاسه ورکول به د ټولو مشرانو لويه تېروتنه او له دغه ملت سره تاريخي خيانت وي.‌

هغه زياته کړې: ((يوه ثانيه چې په سوله کې چټکوال کوو، لږ تر لږه د يوه وطنوال ژوند مو ژغورل کېږي. بېخي ډېرې وينې توی شوې او بېخي ډېره جګړه وشوه، نړۍ هم نوره زموږ ستاسې له دې حالت ستړې شوې ده. که موږ خپله ځانونه جوړ نه کړو او خپله د خپل زخم تداوي ونه کړو،‌ هېڅوک نور علاقه نه لري چې دا وطن را ته جوړ کړي.))

د سولې فعال شفيع اعظم ويلي چې د ملي مصالحې شورا لېست تر ډېره جامع او قانع کوونکی دی.

هغه په فېسبوک کې ليکلي، اوس په کار ده چې دغه شورا له طالب مشرانو سره د مذاکرې لپاره داسې يو قوي او با صلاحيته مذاکراتي ټېم وټاکي چې پر بحث سربېره د پرېکړې تصميم هم ولري.

د نوموړي په وينا، اوس خو داسې برېښي چې له کابله ټاکل شوی مذاکراتي ټېم به تر ډېره سمبوليک او تش خبر رسان وي چې لومړی به له طالب پلاوي سره يوه توافق ته رسېږي او بيا به ياد توافق شوي ټکي دوباره د مصالحې دغه اوږد نوملړ لرونکې شورا ته د بحث لپاره ږدي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.