جلال اباد (پژواک، ۱۰ وږی ۹۹): ننګرهار کې يو شمېر مدني فعالانو او قومي مخورو نيوکه وکړه چې يوشمېر سياسيون له مصالحې ملي عالي شورا څخه د خپلو شخصي ګټو په خاطر وتلي او په دغه چاره کې د خلکو او هېواد خير موجود نه دی.
دوه ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان له مخې، د ملي مصالحې عالي شورا غړي او کاري طرز العمل تاييد کړ چې له مخې يې د شورا د مشرتابه پلاوي غړي په څلور برخو وېشل شوي چې ۱۹ غیردولتي، ۹ دولتي، ۸ ښځینه او ۱۰ د مشرتابه پلاوي غړي دي.
د شورا په غړو کې د مخکني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي د مشر انجنير ګلبدين حکمتيار، د جمعيت اسلامي د مشر صلاح الدين رباني او محمد کريم خليلي نومونه هم په کې راغلي چې يادو کسانو په دغه شورا کې خپل غړيتوب رد کړی دی.
د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو او قومي مشرانو د ملکي وګړو د خونديتوب کاري ډلې په کوربه توب د وږي په ۱۰مه جلال اباد ښار کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال نيوکه وکړه چې يادو سياسي مشرانو له مصالحې عالي شورا څخه خپل نومونه د شخصي ګټو په خاطر لرې کړي، نه د ملي ګټو په خاطر.
د دوی له ډلې چترال همت شينواري وويل: ((چا چې د دغې شورا له غړيتوبه انکار کړی، د خپلې خوښې لپاره يې کړی، د خپل بزنس لپاره يې کړی، او يقينا د دغو خلکو پر وړاندې د ولس د صبر کاسه ډکه شوې ده.))
يادو مدني فعالانو دغه راز په هېواد کې د روانې جګړې پر پای ته رسېدو او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پر پيل هم ټينګار وکړ.
په ننګرهار کې د ملکي وګړو د خونديتوب کاري ډلې مرستيال جواد صميمي وويل، اوس د سولې پر وړاندې هيڅ خنډ نشته او د جګړې يوې ورځې دوام د سلګونو انسانانو د ژوند په بيه تمامېدلی شي.
د ناستې ګډونوالو دغه راز غوښتنه وکړه چې د سولې په خبرو کې دې ښځو ته هم ونډه ورکړل شي او د دوی لاسته راوړنې او پرمختګونه دې له پامه نه غورځول کېږي.
مدني فعالې پاکيزه فيضي وويل: ((زما په نظر باندې اتلس کلنې لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي، د سولې پروسه او شورا کې بايد ښځو ته فعاله ونډه ورکړل شي.))
د ناستې ګډونوالو د يوه پرېکړه ليک له مخې چې په پنځو مادو کې يې ليکلی و، له حکومت او طالبانو د سولې د خبرو اترو د ژر پيل، د ښځو او وګړو د اساسي، سياسي او ټولنيزو حقونو د ورکړې ټينګار شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن