ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د انسان تښتونې په تور دوه کسان نیول شوي

نیمروز کې د انسان تښتونې په تور دوه کسان نیول شوي

author avatar
31 Aug 2020 - 14:34
نیمروز کې د انسان تښتونې په تور دوه کسان نیول شوي
author avatar
31 Aug 2020 - 14:34

زرنج (پژواک، ۱۰ وږی ۹۹): د نیمروز د ملي امنیت ریاست د دوو انسان تښتوونکو او ۲۰۹ کیلوګرامه نشه یي توکو او یوې اندازې وسلې د نیولو خبر ورکړی دی.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې چې نن (د وږي لسمه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې د دغه ریاست کسانو تېره ورځ یو کس د یوه صراف او یو بل کس یې د یوه شپږ کلن ماشوم د تښتونې په تور د زرنج ښار په مرکزه کې نیولي دي.

سرچینه وایي چې د نیول شوو کسانو نسبي دوسیې عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي، یو انسان تښتوونکی چې جواد نومېږي، د غلام علي زوی او د هرات ولایت اوسېدونکی دی چې په هغه ولایت کې یې د یوه صراف په اختطاف کې لاس درلود او نمیروز ولایت ته تښتېدلی و، تېره ورځ ونیول شو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، سمیر د عبدالواحد زوی د پروان اصلي اوسېدوکی چې د یوه شپږ کلن ماشوم د تېښتونې په قضیه کې د مرستې په تور چې په ایران کې تښتول شوی و، نیول شوی دی.

سمیر له افغانستانه په ایران کې د تښتول شوي ماشوم له کورنۍ سره په اړیکه کې شوی او له هغوی یې ۶ سوه ميلیونه ایراني تومان غوښتي وو، د ماشوم د مور او پلار د رسمي غوښتنې پر اساس تېره ورځ له اوپراتیفي پلټنې وروسته د زرنج ښار په مرکز کې معلوم او ونیول شو.

په اعلامیه کې یادونه شوې ده چې په زرنج ښار کې د ملي امنیت په نورو عملیاتو کې په یوه کوره کې ۲۰۹ کلیوګرامه شیشه هم کشف او ضبط شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي، په دغو عملیاتو کې پر یادو توکو سربېره یو لنډکروزر، یوه ټیوټا، یو کرولا موټر، له ۱۲۰ فیره مرمیو سره درې میله کلاشینکوف، له ۸۴۰ فیر مرمیو سره یو میل پیکا او یو سېټ سټلایټ هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

سرچینه لیکي چې یاد توکي له نیول شوو وسایلو سره په رسمي ډول د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو مدیریت ته تسلیم شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.