ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان الرژي مرکز” د معایناتو لګښت نسبت نورو مرکزونو ته ۵۶ سلنه ډېر اخلي

“د افغانستان الرژي مرکز” د معایناتو لګښت نسبت نورو مرکزونو ته ۵۶ سلنه ډېر اخلي

author avatar
1 Sep 2020 - 16:50
“د افغانستان الرژي مرکز” د معایناتو لګښت نسبت نورو مرکزونو ته ۵۶ سلنه ډېر اخلي
author avatar
1 Sep 2020 - 16:50

کابل (پژواک، ۱۱ وړی ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې د افغانستان الرژي مرکز، د حساسیت د تشخیص لابراتواري معاینې لګښت د نورو مرکزونو په نسبت ۵۶ سلنه ډېر اخلي او یو شمېر ناروغان وایي چې په دغه مرکز کې د حساسیت د درملنې تشخیص پر لویه سوداګرۍ اوښتی دی.

د دغه روغتیایي مرکز د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د ورځې تر ۳۰ ناروغان دغه مرکز ته مراجعه کوي او د فعالیت له پیله تر اوسه په یاد مرکز کې د شاوخوا ۲۵زرو ناروغانو درملنه شوې ده.

یا مرکز د الرژي (حساسیت) د ناروغیو د درملنې لکه دوامداره حساسیتي زکام، غذایي حساسیت، د پوستکي حساسیت، د سترګو حساسیت، له ګرد او خاورو سره حساسیت، د سینه بغل حساسیت، له جامو سره حساسیت، له کورنیو حیواناتو سره د لګېدو له امله حساسیت، نباتي حساسیت، د دوامداره ټوخي حساسیت، د ساه لنډي او د نورو حساسیتونو د درملنې برخو کې فعالیت کوي.

«حساسیت یا الرژي د بدن د د دفاعي سیستم غبرګون دی او هغه مهال رامنځته کېږي چې ایمني سیستم هغه ماده چې معمولاً د بدن لپاره بې زیانه وي، په غلطۍ سره یې د زیان رسوونکې مادې په نوم پېژني او پر هغه عمل کوي چې دوامداره نفس تنګي، ریزش، زکام، له سترګو د اوبو تلل، د بدن خارښت، د پوستکي پیټ او سوروالي، په پوستکي کې د لکو، د ستوني مزمن درد، دوامداره ناستي، د دوامدارې ټوخي او پرنجي د ناروغیو لامل ګرځي.»

«د افغانستان الرژي مرکز» چې د فعالیت رسمي جواز لري، د یو پینل الرژي لابراتواري معاینات د الرژي د تشخیص د نورو مرکزونو په نسبت ۵۶ سلنه په لوړه بیه ترسره کوي.

د هېوادوالو دغه شکایت په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه مرکز فعالیت له دې وړاندې هم په واکسینونو کې د زیاتي له امله دوه ځلې ځنډول شوی دی.

له نورو مرکزونو سره د افغانستان د الرژۍ مرکز د تشخیص د لګښت او حساسیت اندازې ټاکلو پرتلنه

د افغانستان الرژي مرکز، د (تنفسي حساسیت + د الرژن د اندازې ټاکل)، (غذایي حساسیت + د الرژنونو د اندازې ټاکل) او (اتوپي حسیاسیت + د الرژنونو د اندازې ټاکلو) د لابراتواري معایناتو پنځه زره افغانۍ اخلي؛ خو دغه معاینات په ځینو نورو روغتیایي مرکزونو کې له ۲۲۰۰ افغانیو په لوړه بیه ترسره کېږي.

د تنفسي حساسیت (Allergy Inhalant) معاینات: «د افغانستان د الرژۍ مرکز» د تنفسي حساسیت معاینات او د الرژنونو د کچې ټاکل (IGE Total) په پنځه زره افغانۍ ترسره کوي؛ خو په یوه بل مرکز کې په ۲۲۲۰ افغانۍ ترسره کېږي.

د غذایي ( Allergy Food) حساسیت معاینات: د غذایي حساسیت معاینات او د الرژنونو د کچې ټاکل (IGE Total) هم د افغانستان د الرژي په مرکز کې په پنځه زره افغانۍ ترسره کېږي؛ خو دغه معاینات په نورو مرکزونو کې په ۲۲۲۰ افغانۍ کېږي.

د اتوپي د حساسیت (Atopy Allergy) معاینات: د اتوپیو د حساسیت معاینات او د الرژنونو د اندزې ټاکل (Total IGE) هم د افغانستان په الرژي مرکز کې په پنځه زره افغانیو ترسره کېږي؛ خو دغه معاینات په نورو مرکزونوکې په ۲۲۲۰ افغانۍ کېږي.

له نورو مرکزونو سره د افغانستان د الژۍ مرکز د واکسینونو د بیو پرتله:

د افغانستان الرژي مرکز له نورو روغتیایي مرکزونو سره په تناسب د واکسینونو په تطبیق کې هم له ۴۰ تر ۷۰ سلنې ډېرې پیسې اخلي.

د افغانستان الرژي مرکز د انفلونزا واکسین (Vaccine Influenza) په زر افغانۍ تطبیقوي؛ خو دغه واکسین په نورو مرکزونو کې په ۶۰۰ افغانۍ تطبیقېږي.

دغه واکسین د کابل ښار د درملو په عمده فروشیو کې په ۱۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د افغانستان د الرژي مرکز د (Pneumococcal Vaccine) واکسین په زر افغانۍ تطبیقوي؛ خو په بل مرکز کې دغه واکسین په ۳۰۰ افغانۍ تطبیقېږي.

دغه واکسین د کابل ښار د درملو په عمده پلورنځیو کې په ۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د افغانستان د الرژي مرکز، د ایمونوتراپي د هر ځل تطبیق ۵۰۰ افغانۍ اخلي، خو د ایمونوتراپي د یوه اصلي بوتل بیه ۴۰۰ افغانۍ ده.

د یادونې ده، د هغه یو بوتل ناروغ ته په ۱۲ اوونیو کې ۱۲ ځلې ورکول کېږي او یاد مرکز هر ځل ۵۰۰ افغانۍ له ناروغ نه اخلي.

د افغانستان د الرژي (حساسیت) له مرکزه د مراجعینو شکایتونه:

یو شمېر مراجعین د دغه مرکز د معایناتو بیه د نورو خصوصي روغتونونو په نسبت لوړه بولي او وایي د لابراتواري معاینې، درملو، او واکسینونو بیي یې له ۱۵ تر ۲۰ زرو ډېرې افغانۍ کېږي چې ډېری ناروغان یې د ورکولو توان نه لري.

فضل وردګ یو له هغه کسانو دی چې څه موده مخکې یې د کورنۍ یو غړی د افغانستان د الرژۍ مرکز ته راوستلی و، هغه وویل چې ۳۰۰ افغانۍ د ډاکتر فیس، شاوخوا ۷زره افغانۍ لومړۍ نسخه او له پنځو زور ډېرې افغانۍ یې هم پر لابراتواري معایناتو ولګېدې.

هغه زیاته کړه: «په لومړي ځل یې زما ناروغ ته د سیروم په شان واکسین ورکړ، د هغه پیسې ۶۲۰۰ افغانۍ شوې.»

نوموړی وایي، د لومړيو واکسینونو ترڅنګ یې ناروغ په څو میاشتو کې هره اوونۍ واکسین کېده چې د هر ځل واکسین لګښت ۵۰۰ افغانې کېده.

هغه وویل: «له درملو ګټې اخیستنې او د واکسینو تطبیق نه دا چې مثبت اغېز یې نه درلود، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو یې زما پر ناروغ منفي اغېز وکړاو فکر مې کاوه چې چاغ شوی؛ خو طبيعي چاغي نه وه، بلکې هغه هورمونونه وو چې له امله یې زما ناروغ بې دلیله پړسېده.»

د ننګرهار په پوهنتون کې د ادارې او پالیسۍ د لومړي کال محصله ثریا د دغه مرکز یوه بله ناروغه ده، هغې پژواک ته وویل چې د ډاکتر د ۳۰۰ افغانۍ فیس سربېره یې ۴۵۰۰ افغاني د لابراتواري معایناتو او ۵۵۰۰ نورې افغانۍ یې د واکسین لپاره ورکړې دي.

هغې دې ته په اشارې چې د واکسینونو تطبیق د نوموړې په روغتیا کې کوم مثبت اغېز نه دی راستلی، ووبل: «شپږ دورې واکسین شوې یم، خو د واکسین د تطبیق له پیله مې تر اوسه کوم مثبت بدلون نه دی احساس کړی.»

د کابل یو اوسېدونکی مصطفی شهیر وایي، له دې امله چې شاوخوا یوه میاشت مخکې یې د خټکي د خوړو له امله بدن بخار جوړاوه او وروسته یې په پوستکي کې پیټ پیدا کېده او د درملنې لپاره کارته پروان ته، د افغانستان د الرژي مرکز ته راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې په اول کې یې ۳۰۰ افغانۍ فیس ورکړ او د موظف ډاکتر په وسیله د لابراتوار شعبې ته معرفي شو او د لابراتوار برخې مسوول نوموړی مالي برخې ته واستاوه او مالي هم د معایناتو لپاره د ۸۵۰۰ افغانیو ورکولو غوښتنه وکړه.

نوموړی وایي: «دا چې د دومره پیسو یې راته وویل، ما پوښتنه وکړه چې دا پیسې یوازې د لابراتوار لپاره دي او که د حساسیت واکسین هم په کې شامل دي؟، وویل چې دا یوازې د معایناتو اړوند دي او له تشخیص وروسته واکسین تطبیقېږي چې واکسین هر یو خپله بیه لري او د هغه په اورېدو له دغه مرکزه راووتم او د یو پاکټ اوېل ټابلېټ په اخیستو چې ۱۰ افغانۍ یې شوې، روغ شوم؛ خو ۳۰۰ افغانۍ مې چې د فیس لپاره ورکړې وې، خوشي لاړې.»

د افغانستان د الرژي مرکز یوه ناروغه نجیبه سروري چې د نفس تنګۍ ستونزه لري هم پژواک ته وویل، کله چې روغتون ته ورغله، ۳۰۰ افغانۍ یې د ډاکتر فیس، ۶۳۰۰ افغانۍ د لابراتواري معایناتو او ۵۰۰۰ افغانۍ یې د درملو شوې او اوس هم د اوونۍ ۵۰۰ افغانۍ د واکسین لپاره ورکوي چې د هغه د ۱۲ دورو ۶۰۰۰ افغانۍ کېږي.

هغې د دې په ویلو چې په یوه نیمه میاشت کې یې د ډاکتر د فیس، د لابراتواري معایناتو د تشخیص، د درملو پېرلو او واکسینونو د تطبیق لپاره تر ۱۵زرو ډېرې افغانۍ ورکړې دي، وویل: «تر اوسه مې ۷ دورې واکسین کړی او پنځه دورې پاتې دي، اوس مې روغتیایي وضعیت ښه دی، خو تېره ورځ راته ساه لنډي پیدا شوه او له درملو تر ګټې اخیستو وروسته ښه شوم.»

د حساسیت یو ناروغ محمد عالم چې د (ارین سینا د الرژي مرکز) ته ورغلی و، وویل چې د ۱۸ کلونو په لړ کې څو ځلې تاجکستان، جرمني، لندن او روسیې ته ډاکټرانو ته ورغلی؛ خو نتیجه یې ور نه کړه او اوس دغه مرکز ته راغلی دی او هیله لري چې دغه درملنه نتیجه ورکړي.

هغه د کوم روغتیایي مرکز له یادولو پرته وویل چې د کابل ښار په یوه بل مرکز کې یې هم په ۷زره افغانۍ معاینه کړې وه، خو نتیجه یې ورنه کړه او اړ شو چې دغه مرکز ته مراجعه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «ډاکترانو ته ورغلم، د لابراتواري معاینه یې راکړه او فکر می کاوه چې د څنګ (د افغانستان الرژي مرکز) لږ پیسې اخلي؛ خو هغوی ۴۵۰۰ افغانۍ وغوښتې او بېرته دغه مرکز ته راغلم او ۳۲۰۰ افغانۍ مې ورکړې.»

دغه ناروغ د حساسیت د لابراتواري معایناتو پر لوړه بیه نیوکه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان ډېری خلک بېوزلي دي او د دومره لوړ فیس ورکولو توان نه لري.

مراجعین دې ته په اشاره چې د الرژي (حسایست) په مرکزونو کې د لابراتواري معایناتو، واکسینونو د تطبیق لپاره د لوړ فیس اخیستلو او د دغه مرکز د درملنې له نتیجې ورکولو هېڅ ډول څارنه نه کېږي، وایي چې د افغانستان په الرژي مرکز کې د حساسیت تشخیص او درملنه پر یوه لوی تجارت اوښتې ده.

د افغانستان د الرژي مرکز د پخوانۍ لبرانټ نیوکه:

د افغانستان د الرژۍ (حساسیت) د مرکز پخواني لابرانت پر فېسبوک پاڼه لیکلي، هر ناورغ چې ډاکتر ته ورځي، له هغه پوښتنه کوي چې دنده دې څه ده، که ښه دنده او ښه تنخوا ولري، درې معاینې ورکوي چې د هرې معاینې بیه ۷۵۰۰ افغانۍ کېږي چې پرې کول یې مراجعینو ته ډېر ستونزمن دي.

هغې د دې په ویلو سره چې د ټولو ناروغانو یو ډول لابراتواري معاینه کېږي، وایي چې ډاکتر د لابراتوار له معاینې د لوړ فیس په اخیستلو هم بسنه نه کوي، په پای کې هم له مظلوم ناروغ څخه د درېیو واکسینونو د تطبیق لپاره ۷۶۰۰ افغانۍ اخلي.

نوموړې وایي، د دغو واکسینونو تطبیق، د نرانو په بدن کې د ښځو د هورمون د رشد او دغه راز د ويښتانو د غټوالي او د ښځو په بندن کې د نرانو د هورمونونو د رشد او ان په مېرمنو کې د بې الادۍ سبب ګرځي.

د هغې په خبره، د یوه بل بوتلImmunotherapy اصلي بیه ۵۰۰ افغانۍ ده؛ خو یاد مرکز دغه درمل پر ناروغانو په ۵زره افغانۍ پلوري.

دغه راز نوموړي وویل چې د Influenza Vaccine اصلي بیه په بازار کې ۱۰۰ افغانۍ ده او د یوه Pneumococca Vaccine بیه هم سل افغانۍ ده؛ خو دوی یې په زر افغانۍ تطبیقوي.

د الرژي (حساسیت) واکسینونو واردوونکو شرکتونو نظر:

د الرژۍ (حساسیت) واکسینونو یوه واردوونکي شرکت څښتن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې انفلونزا، مونوکوکل او ایمنوتراپي واکسینونو اصلي بیې له ۳۰ تر ۵۰ افغانیو دي؛ خو ځيني ظالمان هغه له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پلوري.

هغه زیاته کړه: «یو بوتل ایمنوتراپي (Immunotherapy) چې ۱۲ دوزه دي او په ۱۲ اوونیو کې تطبیقېږي، په څلور سوه افغاني پلورل کېږي؛ خو یو شمېر ظالم ډاکتران د هر دوز پر سر د اوونۍ ۵۰۰ افغانۍ له ناروغانو اخلي.

نوموړي د انفلونزا (Influenza Vaccine) واکسین د یوه بوتل بیه ۱۰۰ افغانۍ وښوده او ویې ویل چې دغه واکسین د الرژۍ د ځینو مرکزونو له خوا په ۱۰۰۰ افغانۍ تطبیقېږي.

سرچینې د نوموکوکل (Pneumococcal Vaccine) واکسین د یوه بوتل بیه ۲۰۰ افغانۍ وښوده او ویې ویل چې د هغه یو بوتل څلور دوزه دی او ناروغ ته څلور ځلې تطبیقیږي.

د افغانستان د الرژي (حساسیت) مرکز ځواب

د افغانستان د الرژي (حساسیت) مرکز مسوول ډاکتر نصرت الله حیدریار په افغانستان کې د حساسیت تشخیص اوس درملنه یوه تازه برخه یاده کړه او وایي چې لابراتواري معاینات د ناورغ د اړتیا له مخې ورکول کېږي.

هغه د حساسیت د تشخیص لابراتواري معاینې بیه له ۵۰ تر ۱۵ افغانیو یاده کړه او ویې ویل: «لابراتواري معاینات ځیني وخت د ناروغ د غوښتنې پر اساس ترسره کېږي، موږ غواړو چې د حساسیت یو پنل ټسټ کړو؛ خو ناروغ غواړي چې درې پنله چک کړي او له همدې امله بیه لوړېږي.»

نوموړي د دې په څرګندولو سره چې پنځه زره افغانۍ د یوه ناروغ د حساسیت د تشخیص کېږي، په دې شرط چې څو ډول الرژي ونه لري، زیاته کړه: «د بېلګې په ډول یو کس دی چې تنفسي الرژي لري او هغه ته یوه معاینه ورکوو چې ټسټ یې درې زره افغانۍ کېږي او دوه زره یې د ټول ایجي لېول کېږي او که د هغه هضمي جهاز هم ستونزه ولري، د هغه د غوښنتې پر اساس دوه ټسټونه ورکوو چې لس زره افغانۍ کېږي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه مرکز کې ټکنالوجي ډېره پرمختللې ده او یو ماشین یې په ۱۴زره امریکایي ډالرو پېرلی دی.

د دغه مرکز مسوول مدیر سعادت مصدق پژواک ته وویل چې دغه مرکز، حساسیت پهImmunotherapy یا Desensitization ډول او نړایوالو معیارونو ترسره کوي.

هغه د دې په ویلو چې الرژن مواد له ځان سره په بوتل کې لري او هغه تر پوستکي لاندې ناروغ ته ورکوي، وویل چې ناروغ ته د هغه ورکول د حساسیت د موادو پر وړاند د بدن عکس العمل راټیټوي او ان صفر ته یې رسوي.

نوموړي د نورو روغتیايي مرکزونو په نسبت د واکسین د تطبیق او معایناتو د ډېر لګښت په اړه معلومات وړاندې نه کړل خو ویې ویل چې د لابراتواري معایناتو او واکسینونو لګښت یې له نورو روغتیايي مرکزونو او لابراتوارونو سره توپیر نه لري.

مصدق د دغه مرکز د مخکنۍ لابرانتې ادعا ته په اشاره وايي چې د مرکز دغې مخکنۍ کارکوونکې په دې دلیل چې له نورو مرکزونو سره یې د اصولو خلاف ځیني موضوعات شریکول، له دندې لرې شوه.

د هغه په خبره، یادې لابرانتې د دوی له درملو، واکسینونو او دستګاوو عکسونه اخیستل او له نورو روغتیايي مرکزونو سره یې شریکول او له دندې تر لرې کېدو وروسته یې د دغه مرکز بدنامولو لپاره د فېسبوک په پانو کې د دوی پر وړاندې تبلیغات پیل کړل.

د هغه په خبره، له ناروغانو په ناحقه پیسې نه دي اخیستل شوې او هر څوک چې پر مرکز کومه ادعا لري، ثابته یې دې کړي.

هغه څرګنده کړه، هغه پیسې چې د دوی مرکز یې د حساسیت د لابراتواري معایناتو اخلي، له نورو مرکزونو سره کوم توپیر نه لري، که یې لري، ثابته یې کړئ.

خو د ارین سینا الرژي (حساسیت) مرکز مسوول ډاکتر محمد حلیم ارین پژواک ته وویل چې د حساسیت د تشخیص لابراتواري معاینات د هېواد له روغتیاي قانون سره سم ترسره کوي.

هغه وویل چې دغه مرکز د هندوستان د الرژي ملي مرکز تر کنټرول لاندې فعالیت کوي او د جنوبي کوریا ټکنالوجي ده او ۱۹۰ ډوله الرژن تشخیصوي.

نوموړي زیاته کړه چې مواد او لابراتواري معایناتو د تشخیص کېټونه په ۲۵۰ ډالره اخلي او دغه بسته پر لسو ناروغانو وېشي او ۱۵ سلنه ګټه یې اخلي.

د هغه فورمول له مخې چې د حساسیت د تشخیص او لابراتواري معایناتو د بیې لپاره ټاکل شوی او پورته هم ترې یادونه شوې ده، نوموړی مرکز د (تنفسي حساسیت + د الرژننو د اندازې ټاکل)، (غذایي حساسیت + د الرژنونو د اندازې ټاکل) او (اتوپي حسیاسیت + د الرژنونو د اندازې ټاکلو) د حساسیتونو د تشخیص هره لابراتواري معاینه له ۲۲۰۰ افغانۍ په لوړه بیه ترسره کوي.

ارین د دې په بیانولو سره چې د دوی مرکز د قانون له مخې د لابراتواري معایناتو بیه ټاکلې ده، وایي چې ځیني نور مرکزونه د حساسیت د تشخیص د یوې لاربراتواري معاینې له پنځه زرو ډېرې افغانۍ اخلي.

هغه د حساسیت د ناروغانو د ښه کېدو لپاره پرهېز ۷۰ سلنه، واکسین ۲۰ سلنه او درمل هم لس سلنه ګټور وبلل او ویې ویل چې د هېوادوالو د ضعیف اقتصادي وضعیت له امله، د ناروغانو لپاره د واکسینونو پر ځای پرهېز او درملو سپارښتنه کوي.

د افغانستان د الرژۍ ملي مرکز چې د خیرخانې له لب جر سره نږدې موقعیت لري، له خوا د لوړ لګښت او فیس اخیستلو په اړه ډېر شکایتونه په ټولنیزو شبکو کې هم خپاره شوي وو او پژواک خبري اژانس څو ځلې دغه مرکز ته مراجعه وکړه؛ خو د یاد مرکز مسوولین مرکې او د حساسیت د تشخیص او واکسینونو د تطبیق په اړه د معلوماتو ورکولو ته حاضر نه شول.

د واکسینونو د جانبي عوارضو په اړه د ډاکترانو نظر

د روغتونونو او د عامې روغتیا وزارت د پروګرامونو ادارې متخصص ډاکتر بازمحمد شېرزاد، د یادو واکسینونو د جانبي عوارضو ته په اشاره وویل چې حساسیتي عکس العملونه د نورو درملو او غبرګونونو په شان یو ډول دي او د زرق شوي ځای د سور کېدو، د خفیفې تبې او ځیني وخت د شدید حساسیت پر مهال د شاک سبب هم ګرځي.

هغه چې همدا اوس په لندن کې د ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې ماسټري کوي وایي: «مطالعات ښیي، په هغو سړیو کې چې په وینه یا بدن کې یې د مردانه هورمونونو سویه یا ټسټوسټرون ډېر دی، د دغه واکسینونو پر وړاندې ډېر ضعیت معافیتي عکس العمل ښیي او ښځې د نرانو په نسبت ښه معافیتي عکس العمل ښیي.»

نوموړی دغه راز وایي، په هغو نرانو کې چې د مردانه هورمونونو سویه یعنې ټیټوسټرون لږ دي، د یادو واکسینونو پر وړاندې د ښځو له بدن سره مشابه معافیتي عکس العمل ښیي، خو تر اوسه دغه ډول اختلاط چې په ښځو کې د ويښتانو د غټوالي او په نرانو کې د ښځو د هورمون د غټوالي سبب شي، نه دی ثابت شوی.

د روغتیایي قوانینو له پلي کېدو د څېړنې ریاست

د روغتیایي قوانینو له پلي کېدو د څېړنې ریاست وایي چې د ډاکترانو د فیس او لابراتواري معایناتو د تشخیص لپاره مشخصه بیه ټاکل شوې ده.

د روغتیایي قوانینو له پلي کېدو د څېړنې رییس احمد خالد احدي له پژواک سره په خبرو کې وویل چې د معالج ډاکټر فیس ۱۵۰ افغانۍ، د متخصص ډاکتر فیس ۲۰۰ افغانۍ او د پروفیسر ډاکتر فیس ۳۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

هغه د لابراتواري معایناتو او واکسینونو ډېرې پیسې اخیستل جرم وباله او وایي، روغتیایي مرکزونه، د هغو پیسو چې ډېرې یې اخیستې، د هرې افغانۍ ۵۰ هغه جریمه کېږي.

نوموړي د دې په یادولو چې حساسیتونو تشخیص او د درملنې مرکزونه باید د درملو د پېر له په پام کې نیولو سره ۲۰ سنله ګټه واخلي، وایي چې له شل سنلې لوړه ګټه اخیستل سرغړونه ده او د هرې زیاتې افغانۍ اخیستو په بدل کې ۵۰ افغانۍ جریمه کېږي.

احدي د الرژۍ د مرکزونو له خوا د ډېرو پیسو اخیستو ته په اشاره وویل چې د افغانستان د الرژۍ مرکز، د ډېرو پیسو اخیستو له امله دوه ځلې تړل شوی او تادیب شوی دی.

هغه وښوده چې د هېوادوالو شکایتونه څېړل کېږي او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

احدي د حساسیت د تشخیص او درملنې هغه مرکزونو ته په اشارې چې تر اوسه یې جوازونه نه دي ترلاسه کړي، وویل، هغه روغتونونه چې د حساسیت په برخه کې فعالیت کوي، باید جواز واخلي.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.