ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز په موټربم بريد کې ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ګردېز په موټربم بريد کې ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Sep 2020 - 09:34
د ګردېز په موټربم بريد کې ١١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Sep 2020 - 09:34

لومړی تعقيب- ګردېز (پژواک، ١١ وږى ٩٩): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د موټربم بريد له امله درې سرتېري وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون اته کسان ټپيان شوي دي.

نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې په ګردېز کې د عامه ملکیتونو او زیربنايي پروژو ساتنې ځواکونو د زون پر قوماندانۍ موټربم بريد وشو.

د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال سلطان داوود سلطان پژواک ته وويل چې د عامه ساتنې د کتارونو د زون پر قوماندانۍ د شا دېوال له لوري لومړی د هاموې موټربم په وسيله ځانمرګی بريد وشو او وروسته دوه بريدګر ودانۍ ته دننه شول او له امنيتي ځواکونو سره يې جګړه پيل کړه.

سلطان وايي چې يادو دوو بريدګرو هم ځانمرګي واسکټونه لرل، خو د امنيتي ځواکونو له خوا ډېر ژر د واسکټونو له چاودنې پرته وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((د سولې او ثبات دښمنانو پر عامه ساتنې پر قطعې له شا نه حمله وکړه او په ضمن کې دوه تنه مهاجم قطعې ته داخل شول؛ خو ډېر ژر له منځه يووړل شول او جسدونه يې د جګړې په ځای کې پراته دي.))

هغه وايي چې په دې پېښه کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د يادې قوماندانۍ يو سرتېرى شېرعالم وايي، دوی د سهار لمونځ کاوه چې ډېره زوروه چاودنه وشوه او د قطعې د ودانۍ ځيني دېوالونه يې ونړول.

عالم وويل چې په دې چاودنه کې د عامه ساتنې د قوماندانۍ په داخل کې جومات هم ډېر زيانمن او ملا امام يې ټپي شوی دی.

دی وايي: ((موږ سهار اودس وکړ، لمونځ مو کاوه چې ډېر سخت زورور درز شو، ما ويل پر ولايتي شورا وشو، خو هغه د قطعې په دېوال او داخل کې و؛ نور نو ډېره ګډوډي شوه او ډزې شروع شوې.))

دغه راز د پکتيا والي حليم فدايي پر يادې قوماندانۍ بريد پر ټولګټو چارو بريد بللی؛ ځکه په خبره يې د دې قوماندانۍ سرتېري د ټولګټو پروژو ساتنه کوي.

فدايي وايي چې په دغه بريد کې درې سرتېري او دوه بريدګر وژل شوي او پنځه نور سرتېري ټپيان شوي دي.

د پکتيا د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکتر اصيل خان ناصري پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې ټول ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ځيني يې د دوی او ځيني يې د ۲۰۳ تندر قول اردو روغتون ته لېږدول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.