ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣١ کسان پر کرونا اخته او څلور ترې مړه شوي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣١ کسان پر کرونا اخته او څلور ترې مړه شوي

author avatar
1 Sep 2020 - 15:44
تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣١ کسان پر کرونا اخته او څلور ترې مړه شوي
author avatar
1 Sep 2020 - 15:44

کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٨٢٠٠ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په ١١مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٢ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٨٢٠٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې لس په دايکندي، پنځه په غزني، څلور-څلور په کابل او بغلان، درې په بلخ، دوه-دوه په تخار او پکتيا او يو هم په کندوز ولايت کې دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٤٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٢٩٢٥٤ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څلور کسان د کرونا له امله مړ شوى چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٤٠٦ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.