ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د جلغوزو راټولو په موخه ۲۲۰ کسانو ته وسايل ورکړل شول

ننګرهار کې د جلغوزو راټولو په موخه ۲۲۰ کسانو ته وسايل ورکړل شول

author avatar
1 Sep 2020 - 18:49
ننګرهار کې د جلغوزو راټولو په موخه ۲۲۰ کسانو ته وسايل ورکړل شول
author avatar
1 Sep 2020 - 18:49

جلال اباد (پژواک،۱۱ وږی ۹۹): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت د جلغوزو راټولونکو ۲۲۰ کسانو ته فني وسايل ورکړل شول چې له نيمايي زيات د جلغوزو د له منځه تللو مخه به پرې ونيول شي.

د مسوولينو په خبره، اوسمهال د جلغوزو راټولولو پروسه ډېره دوديزه ده او پنځوس سلنه جلغوزي له منځه ځي او د دغو وسايلو په ګټې اخيستو به دا سلنه ۲۰ ته راکښته شي.

د جلغوزو ټولولو د وسايلو وېش پروګرام د وږي په ۱۱مه د ننګرهار د کرنې ادارې له لوري جوړ شوی و.

د کرنې رييس انعام الله ساپی وایي، د ځانګړو وسایلو د نشتون له امله یې ۵۰ سلنه د جلغوزو حاصلات له منځه تلل چې د ځانګړو وسایلو په ورکړې سره به ۳۰ سلنه د ضایعاتو مخه ونیول شي او راتلونکي کال کې به د جلغوزو حاصلات څو سلنه لوړ شي.

دی وايي، د ټول هېواد د جلغوزو د حاصلاتو ۳۰ سلنه يې له ننګرهاره دي او زياتوي: ((له يوې خوا به خلکو د جلغوزو حاصلات په لرګیو او تېږو ویشتلو سره راټولول، خو اوس به دغه ستونزه حل شي او د دېرش سلنه د جلغوزو د ضایعاتو مخه به ونیول شي.))

د کرنې رييس د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ننګرهار په کوټ، هسکه مېنې، حصارک، دور بابا او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د جلغوزو زرګونه هکتاره ځنګلونه شته او هڅه کوي، چې د دغو ځنګلونو د خپلسرې وهنې د مخنیوي لپاره قومي تړې رامنځته کړي.

په همدې حال کې د جلغوزو مالکان وایي، چې له دې وړاندې د جلغوزو د حاصلاتو راټولولو په برخه کې د ځانګړو وسایلو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د نورګل په نوم يو تن وويل: ((موږ به د جلغوزیو حاصلات په تيږو او لرګیو سره راټولول نیم به مو لاسته راغلل او نیم به له منځه لاړل، نو اوس به د دې وسایلو په لرلو سره دغه ستونزې حل شي.))

په ورته مهال د ننګرهار په لرې پرتو ولسوالیو کې د ځنګلونو قطع کېدو خلک اندېښمن کړي دي او د مخنیوي په برخه کې مسوولې ادارې په ناغېړۍ تورنوي.

خو د ننګرهار د والي مرستياله حبیبه کاکړ وایي، دوی به هغه کسان ونیسي کوم چې په غیر قانوني ډول ځنګلونه وهي.

ننګرهار د هېواد یو له هغو کرنيزو ولایتونو څخه دی چې ډېره ځمکه یې حاصل خېزه ده، خو بزګران یې شکایت کوي، چې ډېر کله یې تولیدات د بازار د نشتون له امله په کور پاتې کیږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.