جلال اباد (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): د ننګرهار ولايت يو شمېر مدني فعالانو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې بين الافغاني خبرو اترو د پيل لپاره دې اوربند وکړي.
دوی دا څرګندونې د وږې په ۱۲مه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وکړې او ټينګار يې وکړ چې وسله وال طالبان نور بايد د سولې پر وړاندې د خنډ جوړولو لپاره بهانې جوړې نه کړي.
مدني فعال نهضت الله ودېر وويل، افغان حکومت او وسله والو طالبانو ته هېڅ بهانه نه ده پاتې، د لويې جرګې پرېکړو ته بايد احترام ولري او بين الافغاني خبرو اترو ته دې لار پرانېزي.
هغه زياته کړه، په جګړه کې د قربانيانو د کورنيو درد ته بايد وکتل شي، د هغوی او نور عام ولس غوښتنو ته بايد د سولې خبرو اترو کې ځانګړی ځای ورکړل شي.
د حقوقي چارو کارپوه شبانه بارکزۍ هم وايي، دواړو غاړو ته هېڅ داسې بهانه نه ده پاتې چې بين الافغاني خبرې دې وننګوي او نور بايد دغه زمينه برابره کړي.
هغې د سولې خبرو اترو کې ښځو ته د ونډې ډېرېدو غوښتنه هم وکړه او ټينګار يې وکړ چې د سولې د راتګ لپاره بايد افغان حکومت او طالبان دايمي اوربند وکړي.
دې زياته کړه: ((د سولې د خبرو لپاره بايد يو نظارتي ميکانيزم رامنځته شي چې د سولې د خبرو اترو او دغې پروسې نظارت وکړي، خپلواک وي او دواړو غاړو ته د مشورو ورکولو او انتقاد کولو حق هم ولري.))
يو بل مدني فعال هدايت الله وطنيار غوښتنه وکړه چې د بين الافغاني خبرو پیل لپاره بايد نړيوالو ديني عالمانو ته هم برخه ورکړل شي او ولسي ونډه هم په کې زياته شي چې د ولس رښتيني درد طالبانو ته ورسېږي.
دغو مدني فعالانو په يو پرېکړه ليک کې وويل که طالبان د افغانانو د سولې بلنه ونه مني او د پرديو په اشاره افغان وژنې او هېواد ورانولو ته دوام ورکړي نو افغانان به ورته د جګړه غوښتونکو او دښمنانو په سترګه وګوري.
دوی دغه راز پر طالبانو دا غږ هم کړی که د هيواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کومه برنامه لري نو له هيوادوالو سره دې شريکه کړي چې راتلونکي کې ترې ګټه واخېستل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن