ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د پولیسو اکاډمي یو استاد وژل شوی

کابل ښار کې د پولیسو اکاډمي یو استاد وژل شوی

author avatar
2 Sep 2020 - 16:36
کابل ښار کې د پولیسو اکاډمي یو استاد وژل شوی
author avatar
2 Sep 2020 - 16:36

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): د کابل په امنیې قوماندانۍ کې یوه سرچینه وایي چې د پولیسو اکاډمۍ د ماین پېژندنې برخې استاد سمونوال حسن خان نن سهار په کابل ښار کې ترور شو.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په کابل کې د جنرال عبدالرازق د پولیسو اکاډمۍ د ماین پېژندنې برخې استاد سمونوال حسن خان نن سهار هغه وخت د ناپېژاندو وسله والو له خوا د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د چهلستو باغ په سیمه کې ترور شو چې له کوره د دندې پر لور روان و.

هغه وايي چې حسن خان د پولیسو اکاډمۍ هغه کدر و چې د ماین پېژندلو او ماین شنډلو په برخو کې یې د پولیسو منسوبینو ته زده کړې ورکولې.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز تایید کړه چې نامعلومو وسله والو نن سهار د پولیسو یو منسوب د چهلستون باغ په ساحه کې د نوموړي کور ته نږدې پر ډزو وژلی دی.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکوی مخکینی استازی محمد حسن هوتک او د ولسمشر سلاکار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ناپېژندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.