جنرال طاقت:امنیتي میثاق د خلکو ډارول او ترهګري ده

کابل (پژواک، د ۶وږى ٩٩): ځینې نظامي شنونکي ،"امنیتي میثاق"د امنیت لپاره ګواښوونکی اقدام او د وسلو وېش د دغه پرواګرام برخه بولي خو حکومتي سرچينې وايي داد امنیت لپاره د خلکو د بسیج پروګرام دی او له مخې یې پر خلکو وسلې نه وېشل کېږي.

متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وایي:«زه له امنیتي میثاق نه خبر یم، خو زه ورته میثاق امنیتي نه وایم، د څه شي میثاق؟ د څه شي امنیتي؟ دا د خلکو ډارول او ترهګري ده، دا کار صالح کوي او وزارت داخله دروغ وایي چې خلکو ته سلاح نه وېشل کېږي.»

هغه وایي چې د امنیتي سکتور د رهبرۍځینې کسان هېواد ته ژمن نه دي او غواړي چې امنیتي سکتور «چټل» کړي او «مافیا» په کې شامله کړي.

طاقت وویل:« امنیتي میثاق د امنیت د ټینګښت لپاره نتیجه نه ورکوي، دا توطیه ده، قومي جګړو ته لمن وهل دي، دا کار اگاهانه دی، د یوه توکم مسلح کول دي د نور توکمونو پر وړاندې.»

 د پوځي چارو پوه هلال الدین هلال وایي، چې د امنیتی میثاق میکانیزم لا روښانه نه دی، خو پر خلکو د وسلو وېشلو او ملېشو جوړولو تجربې ناکامې دي.

ده وویل:« د امنیت د ټینګښټ لپاره د خلکو انسجام اړین دی، خو چې هغه خلک وګومارل شي چې هېواد ته ژمن کسان وي، او په ګومارنه کې یې زیات دقت وشي، که چېرته دا کار ونه شو، باالکل دا پروسه ناکامه او د ملت ځورول دي، د پخوانیو خانه جنګیو تجربه ټول لرو، بیا به هماغه کارونه پيل شي.»

دده په وینا، امنیتي میثاق هغه وخت موثر دی چې دولت ورباندې کنټرول ولري او رهبري یې وکړي، خو کله چې خپله دولت ضعیف وي، ددغه ډول ډلو جوړول د امنیت د ټینګښت لپاره هیڅ ګټه نه کوي.

د کورنیو چارو وزارت د روان کال د چنګاښ په ۲۴مه د امنیتي میثاق پروګرام د جوړېدو او پیل اعلان وکړ.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې دغه پروګرام، د امنیت د ټینګښت او له جرمونو او جنایتونو سره د موثرې مبارزې په موخه؛ تدوین شوی او د امنیت د ښه والي په موخه د خلکو د بسیج کولو له لارې د پلي کېدو په حال کې دی.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې عبدالوصیل ابراهیمی د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح لخوا د امنیتي میثاق پروګرام سلاکار ټاکل شوی وه او هغه خپلې لېدنې پيل کړي دي، وصیل د دې اونۍ په پیل کې د استاد سیاف او د هغه وراره ممتاز سیاف سره په پغمان کې کتلي دي.

صدیقی ویلي و چې دغه پروګرام به لومړی په کابل او وروسته د هېواد په نورو ولایتونو کې پلی شي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، سترپاسوال عبدالصبور قانع په یادو مراسمو کې ویلي و چې امنیتي میثاق ۴۱ مادې لري، چې په هغه کې د ملي پولیسو، ملي امنیت، ملي اردو او اتو ملکي بنسټونو مکلفیتونه مشخص شوي دي.

پژواک له کورنیو چارو وزارت څخه دغه۴۱ ماده ییز امنیتي میثاق وغوښت، تر څو له مخې یې په دې اړه خلکو ته وضاحت وړاندې کړي، خو د وزارت ویاند طارق ارین وویل چې دغه میثاق محرم دی او رسنیو ته یې نه شي ورکولای.  

د وسلو د احتمالي وېش په اړه اندېښنې

که څه هم د کورنیو چارو وزارت او د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وایي چې امنیتي میثاق د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د مرستې هوکړه ده، بودیجه او ځانګړی تشکیل نه لري او له لارې یې پر خلکو وسلېنه وېشل کېږي، خو د کابل والي محمد یعقوب حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه پروګرام لپاره وسلې او پوځي تجهیزاتد کورنیو چارو وزارت برابروي او مالي لګښت به یې ملي امنیت ورکوي.

هغه وایي، د دغه میثاق له مخې به داسې انسجام رامنځته شي چې خلک له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د خپلو سيمو د امنیت د ټینګښت لپاره کار وکړي.

ده زیاته کړه:«کله چې د میثاق امنیتي کارونه بشپړ شي، هم به خلکو ته کار پیدا شي، هم به یې مالي ملاتړ وشي او هم به دغه کسان تعلیم وویني او وروسته به په یوه محلي اردو بدل شي.»

هغه زیاتوي چې د امنیتي میثاق مقدماتي کارونه د کابل په ځینو ولسوالیو کې پیل شوي او د هغو خلکو پر نوملړ برابرولو کار پیل شوی چې د دغه پروګرام له لارې به له حکومت سره د امنیت د ټینګښت په برخه کې کار کوي.

دی وایي چې ځینې کسان د یاد میثاق په اړه ځینې اندېښنې لري، خو زیاتوي چې د دغه میثاق له مخې به کسان د محلي شوراګانو او خلکو په خوښه د امنیت د ټینګښت لپاره وګومارل شي،ترڅو نورې ستونزې رامنځته نه کړي.

د ده په وینا، هغو کسانو چې د امنیتی میثاق په اړه خبرې ورسره شوي، له امنیتی ځواکونو سره همکارۍ پیل کړې دي.

ده وویل :« مخکې له دې چېد کابل په شکردرې ولسوالۍ کې سلاح ووېشل شي، یا هم مخکې له دې چې د میثاق امنیتي پروګرام کارونه خلاص شي، خلکو له امنیتی ځواکونو سره د عملیاتو په ترسره کولو کې زیاته مرسته وکړه او شکمن کسان یې امنیتي ځواکونو ته وروپېژندل.»

امنیتي ځواکونو شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل.

په ولسي جرګې کې د کابل د خلکو استازي او د کابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی انورخان اوریاخېل د یاد میثاق په اړه وایي:« فعلاً ولسوالیو کې دوی دا نظر لري چې د کوهدامن (د کابل شمال) په سطحه په هره هغه ولسوالۍ کې چې زیاته نا امنه وي، سلاح توزیع کړي، بیا وروسته مسوولین له دوی سره دید او باز دید وکړي.»

هغه وویل، یو شمېر خلک هم دې ته خوښ دي چې سیمې یې امن شي او وکولای شي په امن کې ژوند وکړي.

ده زیاته کړه:« زه اگاهي نه لرم چې تر اوسه چا سلاح اخیستې که نه، خو خلکو سره خبرې شوې وې چې څومره سلاح ته ضرورت دی او کوم کسان به په دغه پروګرام کې مرسته کوي.»

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:« د حکومت ځینې حلقې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملېشو په جوړولو بوختې دي، غواړم ووایم چې د ملېشو جوړول د حل لاره نه ده، بلکې د اویایمې لسیزې د اشتباهاتو تکرار دی.»

په اویایمه لسیزه کې د ډاکټر نجیب الله حکومت ړنګ شو، خو تر هغه وروسته د مجاهدینو د بېلابېلو ډلو تر منځ کورنۍ جګړې وشوې او د نجیب د حکومت پر مهال جوړو شویو ملېشو هم په دغو جګړو کې ونډه لرله.

نبیل د ملېشو له جوړېدو سره مخالفت کړی، ویلي یې دي چې د حکومت او امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره نورې لارې هم شته.

افغانستان کې مخکې هم ملېشې جوړې شوې دي.

د افغانستان د وخت حکومتونو په شپېتمه لسیزه کې د خپلې بقا لپاره قومي ملېشې جوړې کړې، چې د ځینو شنونکو په اند، همدغه ملېشې افغانستان کې د ډېرو رامنځته شویو ستونزو لامل شوېدي.

"د امنیتي میثاق له لارې وسلې نه وېشل کیږي"

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد وایي:« هيڅ ډول سلاح ولسي خلکو ته د امنیتي میثاق پروګرام له لارې نه وېشل کیږي او نه هم داسې کوم څه شته او دا خبره په مکمل ډول غلطه ده.»

د ده په وینا، د امنیتي میثاق پروګرام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ډیزاین کړی، خو په پلي کېدو کې به یې ټول امنیتي ارګانونه ونډه اخلي او اصلې موخه یې دا ده چې د افغانستان له وګړو مسوول وګړي جوړ کړي، ترڅو د امنیت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

مرادمخکې هم ویلي وچې د امنیتي میثاق پروګرام لپاره نوی تشکیل او ځانګړې بودیجه په پام کې نه دي نیول شوي او یوازې اداري انجسام جوړیږي، تر څو دغه پروګرام په سمه توګه پلى شي.

هغه وایي :«د امنیتي میثاق موخه د خلکو بسیج کول دي، بسیج کول په دې مانا نه دي چې خلک به مسلح کېږي یا به ملېشې جوړېږي، زه نه پوهېږم دا خبرې چا کړي، که [د کابل] والي صاحب دا خبرې کړېوي، موږ به یې جدي پوښتنه وکړو، امنیتي میثاق کې موږ زیاتې ستونزې هم لرو، زیاتې لاسته راوړنې هم لرو او موږ په ځينو نزاکتونو، حساسیتونو او دسیسه يې فکرونو باندې هم پوهېږو او په دې هم خبرو یو چې پژواک اداره په دغه موضوع کار کوي چې څومره زره کسان صالح مسلح کوي، چې دا خبره غلطه ده.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارینهم وایي چې امنیتي میثاق د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د مرستې یوه هوکړه ده، بودیجه او ځانګړی تشکیل نه لري او له لارې یې پر خلکو وسلې نه وېشل کیږي.

د هغه په وینا، دغه پروګرام کې به خلک په رضاکارانه توګه له امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټنګښت کې مرسته کوي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

نظر ورکړئ