ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د طالبانو د خوشې کولو پروسه پاى ته ورسېده

حکومت: د طالبانو د خوشې کولو پروسه پاى ته ورسېده

author avatar
3 Sep 2020 - 14:06
حکومت: د طالبانو د خوشې کولو پروسه پاى ته ورسېده
author avatar
3 Sep 2020 - 14:06

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٩) : دافغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې د بنديانو د خوشې کولو بهير پاى ته رسېدلى او بايد مخامخ خبرې ژر پيل شي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه د وږي په ١٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کومانډو سرتېري او  پاتې طالب بنديان ازاد شوي او يوازې هغه طالبان بند کې پاتې دي چې په تړاو يې نړيوال غبرګونونه شته دي.

سرچينې زياته کړې چې ددغو پاتې بنديانو د ازادولو لپاره هم له ډيپلوماټيکي لارو هلې ځلې روانې دي.

ويل کيږي چې يواځې هغه اووه طالب بنديان دي چې فرانسې او اسټراليا پرې ملاحظې درلودې او د نه خوشې کولو غوښتنې يې کړې وې.

ولسمشر اشرف غني په دې تړاو د فرانسې ولسمشر سره او د بهرنيو چارو وزارت سرپرست حنيف اتمر د اسـټراليا او فرانسې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره څو څو ځله خبرې کړې دي.

بلخوا د طالبانو يوه مطبوعاتي کس احمد الله واثق په ټويټر کې ليکلي چې دغه پاتې اووه بنديان به  قطر ته انتقال شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح پرون ويلي و چې پاتې طالب بنديان د کومانډو سرتېرو د خوشې کولو په بدل کې خوشې شوي دي.

هغه زياته کړې چې طالبانو په کندهار کې ١٣ کومانډو سرتېري خوشې کړي دي.

بلخوا له طالبانو سره د افغان دولت د سولې مرکچې پلاوي مشر، معصوم ستانکزي ژر تر ژره د سولې خبرو د پيلېدو خبر ورکړى دى.

په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون له مخې، افغان حکومت د طالبانو ٥٠٠٠ او طالبان د افغان حکومت ١٠٠٠ تنه بنديان خوشې کوي.

د افغانستان حکومت د طالبانو ٤٦٠٠  بنديان خوشي کړل، خو د ٤٠٠ خطرناکو بنديانو په اړه د پرېکړې لپاره ولسمشر لويه مشورتي جرګه را وبلله او جرګې د پاتې ٤٠٠ بنديانو له خوشي کولو سره موافقه وکړه.

حکومت له دغو بنديانو څخه ٨٠ يې خوشي کړل، خو وروسته له هغه چې فرانسې او اسټراليا د ځينو طالب بنديانو پر خوشي کولو نيوکه وکړه، دا پروسه ودرېده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.