ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې شپږ پوليس وژل شوي

خوست کې شپږ پوليس وژل شوي

author avatar
3 Sep 2020 - 13:55
خوست کې شپږ پوليس وژل شوي
author avatar
3 Sep 2020 - 13:55

خوست ، جلال اباد (پژواک، ١٣ وږى ٩٩) : په خوست ولايت کې د پولیسو پر رینجر موټر وسله وال برید شوی چې په‌ ترڅ کې يې شپږليس وژل شوي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر وايي، پېښه نن غرمه مهال شاوخوا يوولس بجې د مرکز اړوند د قلموال مېنې په سيمه کې شوې.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پوليس په ګزمه راوتلي وو چې د وسله والو له کمين سره مخ شول.

د‌ حيدر په وينا، د برید پرمهال څلور پولیس وژل شوي او يو بل ټپي دی.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې بیا د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې دغه برید کې شپږ پوليس وژل شوي.

سرچينې همدا ډول وويل چې وسله والو د پولیسو وسله هم له ځان سره وړې ده.

تردې دمه د بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان ولايت چارواکي وايي، اليشنګ ولسوالۍ کې يې له وسله والو سره په مخامخ نښته کې اووه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د وږي په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د اليشنګ ولسوالۍ کوټالۍ سيمه کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوسته ډله ييز بريد کړی دی.

دی وايي، وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي چې پايله کې يې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې يو سيم ييز پوليس هم وژل شوی دی.

بلخوا وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په دې نښته کې يې يو پوليس وژلی او ۷ نور يې ژوندي له ځان سره بيولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.