ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا ولايتي شورا د ياد ولايت د پوهنې رييس څارنوالۍ ته معرفي کړی

د پکتيکا ولايتي شورا د ياد ولايت د پوهنې رييس څارنوالۍ ته معرفي کړی

author avatar
4 Sep 2020 - 10:56
د پکتيکا ولايتي شورا د ياد ولايت د پوهنې رييس څارنوالۍ ته معرفي کړی
author avatar
4 Sep 2020 - 10:56

ښرنه (پژواک،١٤وږى٩٩): د پکتيکا د ولايتي شورا ددغه ولايت د پوهنې رييس د بېلابېلو تورونو په تړاو څارنوالۍ ته معرفي کړی، خو د پوهنې رييس د ولايتي شورا مداخله د شخصي موخو په خاطر بولي .

پژواک ته هغه مکتوب په لاس ورغلی چې د پوهنې رييس څارنوالۍ ته معرفی شوی دى.

په ياد مکتوب کې د خلکو ستونزو ته نه رسېدنه، مالي فساد، د حق الزحمه ښوونکو معاش يادونه شوي او په مکتوب کې د يادو تورونو په اړه ۴۵ پاڼې دوسيه لېږل شوې.

 د ولايتي شورا غړي افسرخان سليمان خېل پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د پوهنې رييس محراب الدين شفق د خلکو ستونزو ته رسيدګي نه کوي، مالي فساد کوي او ډېری ولسواليو کې خلک هوايي معاشونه تر لاسه کوي .

هغه وويل چې په وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسواليو کې د دوولسم ټولګي اسناد هوايي جوړيږي، زده کوونکي حاضري، ترقې تعليم او نور اړين اداري اسناد نه لري، خو د پوهنې رياست يې په اړه اقدام نه کوي.

د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو ځانته محکمه جوړه کړې او غواړي چې خپل خپلوان ورباندې مقرر کړي.

سرچينې وويل چې هغه له دې نه دی خبر چې څارنوالۍ ته معرفي شوى او دا د شخصي غوښتنو او فرمايشونو کار بولي. 

د يادونې ده چې تر دې دمه څارنوالۍ څه نه دې ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.