کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٩): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي د تاوتريخوالي د کمښت غوښتنه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د اوربند موضوع به د بين الافغاني خبرو په سر کې ځاى ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دیبورا لاینز د ويډيوکنفرانس له لارې د امنيت شورا ناستې ته چې د وږي په ١٤مه پيل شوې، وويل چې بين الافغاني خبرې يو تاريخي فرصت دى .
ده وويل چې دغه خبرې به اوږدې او له ستونزو ډکې وي.
هغه زياته کړه چې په افغانستان کې تاوتريخوالى د اندېښنې وړ دى او په جګړه کې ښکېل لوري بايد تاوتريخوالى کم کړي.
هغه وايي :(( جنګ هره اوونۍ په افغانستان کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي او دغه راز د ميليونو کسانو د بېځايه کېدو لامل کيږي چې ډېرى يې ژر بېرته خپلو کورونو ته د ګرځېدو هيله نه لري.))
ده وويل چې جګړه په دې شرايطو کې اړمنو ته د مرستو رسېدل ستونزمن کړي.
هغه هيله وشوده چې اوربند په د خبرو په سر کې ځاى ولري او خبرې به په نږدې راتلوونکې پيل شي چې ملګري ملتونه يې ملاتړ کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن