ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بنګله دېش په يوه جومات کې چاودنې ٣٥ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د بنګله دېش په يوه جومات کې چاودنې ٣٥ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
5 Sep 2020 - 16:20
د بنګله دېش په يوه جومات کې چاودنې ٣٥ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
5 Sep 2020 - 16:20

کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٩): د بنګله دېش پلازمېنې په يوه جومات کې چاودنې ٣٥ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

بنګله دېشي رسنيو د وږي په ١٥مه خبر ورکړى چې دا چاودنه پرون ماښام د لمانځه مهال د هېواد د پلازمېنې ډاکې ښار اړوند د ناراين ګنج سيمې په يوه جومات کې د ګاز له امله وشو.

ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي چې د چاودنې له امله په جومات کې اور ولګېد او ډېره برخه يې ونړېده چې له امله يې ١٢ لمونځ کوونکي مړه او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.

د روغتون مسوولينو ويلي چې دوى ته له ور وړل شوو ټپيانو د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

عيني شاهدانو ويلي چې چاودنه ډېره  زوروره  وه او د نږدې کورونو ښيښې، دروازې او کړکۍ هم ماتې شوې دي.

ځايي چارواکو د پېښو د پلټنو امر ورکړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.