ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د تودو سيمو ښوونيز کال پيل شو

ننګرهار کې د تودو سيمو ښوونيز کال پيل شو

author avatar
5 Sep 2020 - 18:43
ننګرهار کې د تودو سيمو ښوونيز کال پيل شو
author avatar
5 Sep 2020 - 18:43

جلال اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۹۹): د ننګرهار په تودو سيمو کې نوی ښوونيز کال پيل شو خو مسوولين وايي، يوازې د يوولسم او دوولسم ټولګيو زده کوونکي به ښوونځيو ته ځي نور زده کوونکي به لا هم کورونو کې زده کړې مخته وړي.

بلخوا د ننګرهار والي وايي، دې ولايت کې د ښوونکو د کمښت او ښوونځيو د ودانيو نشتوالي ستونزې د حل لپاره به ډېر ژر کارونه پيل شي.

مسوولينو دا څرګندونې د وږي په ۱۵مه په تودو سيمو کې د ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې وکړې.

په دې مراسمو کې د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري وویل، د دې ولایت تودې سيمې کې ۲۸۰ لېسې لري چې د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې به د دولتي ښوونځیو یوولسم او دوولسم ټولګيو او خصوصي ښوونځيو کې د لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګیو پورې روغتیايي پاملرنې په نظر کې نیولو سره زده کړې پیل شي .

هغه زیاته کړه، شاوخوا پنځه زره د یوولسم او دوولسم ټولګیو زده کوونکي به یې په تودو سیمو کې عملاٌ زده کړې پیل کړي او په کورنیو یې غږ وکړ چې د نورو ټولګیو زده کوونکو ته په خپلو کورونو کې د زده کړو ترسره کولو زمینه برابره کړي.

د پوهنې رييس وایي، د کرونا ویروس د قرنطین پر مهال یې پاتې شوې دیرش سلنه زده کړو بهیر له رسنیو څخه په انلاین بڼه پیل کړ،چې د دې ولایت ترڅنګ د هېواد په کچه له یاد نوښت څخه ګټه واخیستل شوه او له همدې امله یې د ټولو همکارو رسنیو څخه هم مننه وکړه.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، د هېواد روښانه راتلوونکې لپاره د روزنې اصلي کور ښوونځی دی او هغوی چې ښوونځي په بمونو ورانوي،غواړي افغانان په تورتمونو کې وساتي،چې دا پردى پاله ارمان به یې هیڅکله هم پوره نه شي .

نوموړي زیاته کړه، دې ولایت ته یې له راتګ سره سم د ولسمشر څخه د ښوونکو درې زرو پورې بستونه واخیستل چې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو سره به یې د ګومارنې لړۍ ژر تر ژره تعقیب کړي .

هغه ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې به د اقرا او نورو پروګرامونو له لارې د ښوونځیو د تعمیرونو د جوړولو ترڅنګ د نورو ادارو په مرسته د لا زیاتو تعمیرونو د جوړېدو،د کتابونو د نشتون،ښوونکو د ښارګوټو او نورو ستونزو د حل په موخه تر ټولو زیاتې هڅې وکړي .

د زده کوونکو په استازیتوب د مروا په نوم د دوولسم ټولګي زده کوونکې د خبرو پر مهال د ښوونیز کال په پیل کېدو خوښي وښوده او د بېلابېلو ستونزو په حل کې د ننګرهار والي او پوهنې ریاست د پاملرنې غوښتنه وکړه .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.