ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند کې په یوه ورځ کې د کرونا د ډېرو پېښو په ثبتېدو سره نړیوال ریکارډ جوړ شو

هند کې په یوه ورځ کې د کرونا د ډېرو پېښو په ثبتېدو سره نړیوال ریکارډ جوړ شو

author avatar
5 Sep 2020 - 11:38
هند کې په یوه ورځ کې د کرونا د ډېرو پېښو په ثبتېدو سره نړیوال ریکارډ جوړ شو
author avatar
5 Sep 2020 - 11:38

کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٩): په هندوستان کې په يوه ورځ د کرونا ٨٧زره مثبتو پېښو په ثبتېدو سره نړيوال ريکارډ جوړ شو.

له دې مخکې په يوه ورځ د کرونا د ډېرو پېښو ثبتېدو ريکارډ په امريکا کې و، هلته په يوه ورځ شاوخوا ٦٥زره کسان پر کرونا اخته شوي وو.

د راپورونو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هندوستان کې څه باندې ٨٧زره کسان پر کرونا اخته شوي او تر زرو زيات کسان مړه شوي دي.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هندوستان کې درې ميليونه او ٩٠٠ زره کسان پر کرونا اخته شوي چې په نړۍ کې د ډېرو ناروغانو له مخې په درېيم مقام کې دى، دغلته څه باندې ٧٠زره کسان له کرونا مړه شوي دي.

دغه راز سرچينې زياته کړې چې تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٢٦ ميليونه او ٧٠٠زرو کسانو اوښتى دى.

ياده سرچينه وايي چې تر اوسه نږدې ١٩ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي  او  ٨٧٨ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي چې د ټولو ناروغانو ٥ سلنه جوړوي.

يادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه يې د روغتيا په منځني حالت او یو سلنه يې په سخت حال کې دي.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون وايي، دغه ويروس تر ټولو زيات امريکايان ځپلي، هلته پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر شپږ ميليونه او ٣٠٠زره کسانو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه تشکیلوي.

دغه راز په امريکا کې ١٩٢ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امريکا وروسته برازيل کرونا ډېر ځپلی، هلته څه باندې څلور ميليونه کسان پرې اخته او  ١٢٥ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، هسپانیه، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٣٩زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٤١٠ کسان مړه او تر ٢٩زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.