کابل (پژواک، ۱۵ وږى ٩٩): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په تاجکستان کې د اوبو ستونزه هواره شوې او افغانستان ته يې د پخوا په څېر د ١٥٠ ميګاواټه برېښنا ورکولو وړانديز کړى دى.
د افغانستان برېښنا شرکت ستر سلاکار مصطفی آریا د وږي په ١٥مه په يوه خبره ناسته کې وویل چې د دغه شرکت د نوې رهبرۍ ټول تمرکز د برېښنا انرژۍ پر تولید، په ځانګړي ډول د لمریزې برېښنا انرژۍ پر تولید ورټول دی.
هغه زیاته کړه، د افغانستان برېښنا شرکت موخه دا ده چې کورنیو او بهرنیو پانګه اچوونکو ته د اسانتیاوو په برابرولو سره په هېواد کې د برېښنا انرژۍ د تولید فرصتونه ډېر کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان برېښنا شرکت د پلان سلاکار مجتبی هوشمند، افغانستان ته د تاجکستان د صادراتي برېښنا د لېږد بهیر عادي کېدو ته د چمتووالي په اړه خبر ورکړ.
ده زیاته کړه: «تېره اوونۍ د تاجکستان لوري ډاډ ورکړی چې د دغه هېواد د صادراتي برېښنا بند کې د اوبو کچه بېرته عادي حالت ته ګرځېدلې ده او ياد هېواد چمتو دی چې ۱۵۰ میګاواټه برېښنا په بشپړه توګه افغانستان ته انتقال کړي.»
د ده په وینا، شاوخوا یوه میاشت وړاندې تاجکستان هېواد د صادراتي برېښنا بند کې د اوبو د کموالي له امله افغانستان ته د برېښنا د لېږد کچه له ۱۵۰ میګاواټه څخه ۵۰ ميګاواټو ته راکنه کړه.
هوشمند له ازبکستانه د برېښنا پېرلو لس کلن تړون خبر هم ورکړ چې تېره اوونۍ په تاشکند کې د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست حنيف اتمر د سفر پر مهال لاسليک شو.
نوموړي وويل، د TAP پروژې د لومړي فاز کار د پیلېدو په برخه کې له يوه قراردادي شرکت سره تفاهم چې له ترکمنستان څخه پیل او تر هرات او فراه پورې رسېږي، په هېواد کې د برېښنا انرژۍ زیاتېدو لپاره د نورو فرصتونو په توګه ياد کړل.
هغه زياته کړه چې د يادې پروژې د دوهم فاز په بشپړېدو سره به افغانستان، پاکستان ته د ترکمنستان برېښنا د ترانزیټ له لارې په کال کې ۵۰ ميليونه ډالره ترلاسه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن