ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بلخ سيمه ييزه اداره څو مشخصو کړيو انحصار کړې ده”

“د بلخ سيمه ييزه اداره څو مشخصو کړيو انحصار کړې ده”

author avatar
5 Sep 2020 - 11:47
“د بلخ سيمه ييزه اداره څو مشخصو کړيو انحصار کړې ده”
author avatar
5 Sep 2020 - 11:47

مزارشريف (پژواک، ١٥ وږی ۹۹): په ولسي جرګه کې د بلخ يو شمېر استازي او د دغه ولايت ځيني سياسي فعالان او قومي مشران وايي چې د بلخ سيمه ييزه اداره د څو مشخصو کړيو له خوا انحصار شوې ده.

دوی زیاتوي چې دغه ولايت د کليدي ادارو لپاره مسوولين د سياسي او ګوندي سليقو په نظر کې نيولو سره ټاکي.

دغه خلک دغه راز ادعا کوي چې په بلخ کې له يو شمېر قومونو سره دوه ګونی چلند کېږي چې له امله يې پر سيمه ييزې ادارې باندې د خلکو باور کم شوی دی.

خو بلخ ولايت مقام بيا دغه ادعاوې نه تاييدوي.

په بلخ کې پر داسې مهال د سيمه ييزې ادارې پر کړنو د خلکو نيوکې زياتې شوې دي چې په دغه ولايت کې د جګړو او نا امنيو کچه تر بل هر وخت پراخه شوې ده.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي چې په بلخ کې د ناامنيو يو لامل له سيمه ييزې ادارې د خلکو نا رضايتي ده.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد پژواک ته وويل چې د بلخ سيمه ييزه اداره له تېرو څو کلونو راهيسې انحصار شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دغه ولايت ډېری کليدي رياستونه د سياسي معاملو او ګوندي روابطو پر اساس ټاکل کېږي.

همدرد وويل: ((تر ټولو ستونزمنه موضوع دا ده چې د بلخ ډېری قومونه په سيمه ييزه اداره کې خپل ځان نه ويني، دغه حالت خطرناک دی او که پام ورته ونه شي نو وضعيت له دې هم خرابېدای شي.))

نوموړي له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې دې ستونزې ته جدي پام وکړي.

د همدرد په خبره، د بلخ خلک داسې يوه اداره غواړي چې د بلخ ټول قومونه ونډه په کې ولري او په بشپړ ډول د ولس په خوښه اداره وي.

د بلخ ولايت قومي مشر حاجي نبي مرادي هم وايي چې د بلخ يو شمېر قومونه د دغه ولايت په سيمه ييزه اداره کې خپل ځان نه ويني.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.