چاریکار (پژواک، ۱۵ وږی ۹۹): نامعلومو وسله والو د پروان د بګرام ولسوالۍ د استخباراتو یو کارکوونکی او د هغه یو ملګری د دغه ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې وژلي دي.
د پروان د سیدخېل ولسوال محمد لمر عثمانیار پژواک خبري اژانس ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار شاوخوا ۷ بجې د بګرام ولسوالۍ د استخباراتو کارکوونکی محمد مختار د هغه له بل ملګري سره د سیدخېل ولسوالۍ په اقتاش کلي کې وژلي دي.
هغه وایي چې برید د موټرسایکل سپرو له خوا هغه وخت وشو چې مختار له کوره د دندې پر لور روان و.
د هغه په خبره، تر اوسه معلومه نه ده چې دویم وژل شوی کس هم نظامي منسوب دی که نه.
د سیدخېل ولسوال وایي چې دغه دوه کسان د طالبانو له خوا وژل شوي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن