ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندهار پوهنی بهیر د اندېښنې وړ دی”

“د کندهار پوهنی بهیر د اندېښنې وړ دی”

author avatar
5 Sep 2020 - 18:47
“د کندهار پوهنی بهیر د اندېښنې وړ دی”
author avatar
5 Sep 2020 - 18:47

کندهار (پژواک، ۱۵ وږی ۹۹): د کندهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت پوهنیز بهیر د اندېښنې وړ دی، ځکه په دې تېرو کلونو کې یې پر زیر بناوو کار نه دی شوی.

دغه څرګندونې د پوهنې رییس محب احمد روښان نن د وږي په ۱۵مه د ښوونیز کال د پيل په مراسمو کې وکړې چې یو شمېر چارواکو، ښوونکو او زده کوونکو په کې ګډون کړی وو.

روښان وویل، جګړه، اقتصادي فقر او په ټولنه کې د بې سواده قشر شتون لامل شوی چې پوهنیز بهیر یرغمل وساتي.

هغه زیاته کړه، په تېرو ۱۸ کلونو کې غوره فرصتونه موجود وو خو په عمدي یا قصدي توګه د پوهنې بهیر د ودې او زېربناوو د رغولو لپاره کار نه دی شوی.

د ده په خبره، له همدې امله د کندهار پوهنیز بهیر د اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په وینا، د پوهنې بهیر پر څلور اصله مشتمل دی چې تشکیل، کتاب، ودانۍ او وړتیا لرونکی مامور دي، له بده مرغه چې دلته څلورو واړو دروند زیان لیدلی دی.

روښان وویل: ((موږ په کندهار کې ۱۱ زره ښوونکو ته اړتیا لرو، خو ټولې چارې په ۶ زره ښوونکو مخ ته وړو، هر کال د ۴ زره حق الزحمه ښوونکو تشکیل راکول کېږي، خو دا چې معاش یې پر وخت نه دی او مسلکیت ته په کې پام نه کېږي روحیه یې ځپل کېږي.))

ده زیاته کړه، د پوهنې ریاست د زده کوونکو لپاره ۲ میلیونه کتابونو ته اړتیا لري، خو یوازې ۴۰۰ زره کتابونه ورکړل شوي، دغه راز د معیاري ودانيو په برخه کې هم ګڼې ستونزې شته.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې د کلونو په تېرېدو د کندهار په ۶ ولسوالیو نېش، میانشین، خاکرېز، غورک، ښوراوک او معروف کې د پوهنې بهیر سقوط دی هلته یو ښوونځی هم نشته.

خو ده دا هم وویل چې د کندهار په ۳ میلیوني نفوس کې د ټولو زده کوونکو شمېر ۲۳۸ زره دی چې د ډېر تاسف وړ دی، ځکه دا په پوهنیز بهیر کې د خلکو کم رنګه ګډون ښيي.

خو ده له مرکزي ادارې هم ګیله وکړه چې محاسبه د داوود خان د واکمنۍ د مهال د ۱،۳ میلیونه پر سر کېږي.

د پوهنې رییس د پوهنیز بهیر د ودې په موخه له قومي مشرانو وغوښتل چې په اداره کې د فرد په تغیر سره بدلون نه راځي تر هغه چې بنسټیزې اړتیاوې پوره نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.