ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مُحب: خلک دې په نظام کې د اصلاحاتو غوښتنه له ړنګولو او وژنو پرته وکړي

مُحب: خلک دې په نظام کې د اصلاحاتو غوښتنه له ړنګولو او وژنو پرته وکړي

author avatar
5 Sep 2020 - 16:35
مُحب: خلک دې په نظام کې د اصلاحاتو غوښتنه له ړنګولو او وژنو پرته وکړي
author avatar
5 Sep 2020 - 16:35

خوست  (پژواک، ١٥ وږى ٩٩): د ملي امنيت سلاکار وايي، دښمن غواړي چې افغانستان د يو دايمي او قوي نظام څښتن نه وي؛ ځکه نو د نظام ړنګول غواړي.

حمدالله محب دغه څرګندونې نن (د وږي ١٥مه) خوست ولايت ته د سفر پر مهال له ځايي چارواکو، قومي مشرانو او نورو خلکو سره د بېلابېلو ليدنو پر مهال کړې دي.

د ملي امنيت شورا  وياند جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل چې خوست ته له رسېدو سره سم حمدالله محب د ياد ولایت له ملکي او نظامي مسولينو سره پر امنیتي وضعیت ناسته وکړه.

د خوست والي صديق پتمن او امنيتي مسوولينو په دې ناسته کې وویل چې د دغه ولایت امنيتي حالت د نورو سیمو په نسبت بهتر دی او د امنیتي ځواکونو ترمنځ ښه همغږي او بېساری ولسي ملاتړ د دې لامل شوی چې ټولې سیمې له دښمنه وساتل شي او خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابره شي.

هغوی د تشکيلاتو زياتوالی او د امنيتي نهادونو لا تقويت او تجهيز د خپلو اساسي غوښتنو په توګه يادې کړې.

د ملي امنيت سلاکار د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ همغږي وستایله او زیاته یې کړه چې د دښمن د تشخیص او د دښمنۍ د عمده دلایلو د محوې لپاره دې نور کار وشي.

هغه یادونه وکړه چې د ولایتي ادارې د ستونزو د حل لپاره به په مرکز کې کار کېږي، خو ځایي مسوولین یې تشویق کړل چې په ولسي کچه نورې هڅې هم وکړي.

د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او ورسره پلاوي يې دغه راز له علماوو، ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو او مدني ټولنې له استازو سره ناسته وکړه او د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې.

د خوست ولایت د علماوو مشر مولوي شاه محمود وویل، د هېواد په تصمیم ګیرۍ کې دې علماوو ته صلاحیت ورکړل شي او ورته توجه وشي.

د خوست ولایت د ښځو، ځوانانو، قومي مشرانو او مدني ټولنې استازو وویل، که دولت د جنګ ختمول غواړي نو اړینه ده چې د کارموندنې په برخه کې جدي توجه وکړي؛ ځکه بېکاري د جنګ د بقا باعث ګرځي.

د ملي امنیت سلاکار ژمنه وکړه چې د خوست د خلکو ټولې ستونزې به له ولسمشر سره له نږدې شريکې کړي او ورته رسېدنه به وشي.

هغه وويل، د هېواد او خوست تاریخي ځایونو ته د ولسمشر او حکومت ځانکړې توجه ده؛ ځکه دښمن د تاریخ په محوې سره غواړي نوی نسل او ځوانان ګمراه کړي څو هغوی ته د تخریب لپاره د ځوانانو د جذب زمينه برابره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.