د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​"د کرکټ بورډ ادارې د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي"

​"د کرکټ بورډ ادارې د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي"

Sep 05, 2020 - 16:18

کابل (پژواک، ۱۵ وږى ٩٩): د رونټیا څار بنسټ وایي، د کرکټ بورډ ادارې د بورډ روڼتیا، حساب ورکونې، حکومتولۍ او د اداري فساد د مخنیوي په برخو کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي او اړتیا ده چې د دغه بورډ اساسنامه تعدیل شي.

د روڼتیا څار بنسټ نن د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په اړه یو راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي، د افغانستان کرکټ لوبډلې د لوبو په ډګر کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې، په خپله د کرکټ بورډ ادارې د بورډ روڼتیا، حساب ورکونې، حکومتولۍ او د اداري فساد مخنیوي په برخو کې هېڅ ډول د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

سرچینه لیکي چې د بورډ غړو د ګومارنې کړنلارې د پوښتنې وړ دي او  پر دې سربېره، د افغانستان کرکټ بورډ نه دی توانېدلی چې له نړیوالو مرستو سره سره په افغانستان کې د مېرمنو د لوبو لپاره لازمې فزیکي زیربناوې او اسانتیاوې برابرې کړي.

په راپور کې راغلي: «د افغانستان کرکټ بورډ اداره له ګڼو ستونزو سره مخ ده، لومړۍ او خورا لویه ستونزه یې د بورډ د غړو د ګومارنې پروسې سیاسي کول او په اجرائیه کچه خورا زیات بدلونونه دي، ولسمشر چې د بورډ د رییس د ګومارنې واک لري، پر دې نه دی توانېدلی چې په بورډ کې د مشرتابه بدلونونو په اړه روڼتیا او حساب ورکونه وساتي او هېڅکله یې هم د بورډ په مشرتابه کې د بدلون لاملونه نه دي وړاندې کړي.»

ولسمشر غني په تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان کرکټ بورډ په مشرتابه کې څلور ځلې بدلون راوستي، نسیم الله دانش د ۱۳۹۳ کال له قوس څخه د ۱۳۹۵ کال تر قوس پورې دا دنده ترسره کړه، ورپسې شکرالله عاطف مشعل د نوموړي پر ځای وګومارل شو او د ۱۳۹۷ کال تر لېندې میاشتې یې خپلې دندې ته دوام ورکړ او له هغه وروسته عزیزالله فضلي ۸ میاشتې دا دنده ترسره کړه.

د یاد راپور لیکوال مشتاق رحیم وویل افغانستان اړتیا لري چې د کرکټ بورډ چارې د نړیوالو غوره تجربو او معیارونو پر بنسټ سمبالې کړي.

رحیم وویل،‎ د روڼتیا څار له خوا د یادې څېړنې څو میاشتې ونیوې او د اړینو معلوماتو لپاره یې معلوماتو ته د لاسرسي له کمېسیونه مرسته وغوښته؛ ځکه کرکټ بورډ چمتو نه و چې د دې څېړنې کارډلې ته اړین معلومات په واک کې ورکړي.

نوموړي چې یاد راپور یې وړاندې کاوه، وویل: «زموږ څېړنې ومونده چې د بورډ چارواکو خپلوان لوبغاړي په پرله پسې ډول د بېلابېلو لوبډلو لپاره غوره شوي؛ په داسې حال کې چې له دوی زیات تکړه او غوره لوبغاړي له پامه غورځول شوي دي، که څه هم د بورډ چارواکو او د لوبډلې نامتو لوبغاړو سره اړیکې په ښکاره ډول د واسطې ثبوت نه شي کېدای، خو د ګټو د ټکر ‎او لوبغاړو د فعالیت د پرتله کولو په اړه هم د پالیسۍ نه شتون یوه داسې مسئله ده چې د انتقاد ګوته ورته نیول کېږي او د یاده مسئله په کرکټ بورډ د کېدونکو انتقادونو وزن لازیاتوي.»

ده د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، سربېره پر دې یو شمېر وتلو او نامتو لوبغاړو په لوبو کې د انتخابېدو لپاره حد اقل شرایط هم نه دي پوره کړي.

رحیم وایي: «پورتنۍ کړنې ښیي چې د کرکټ بورډ اوسنی اداري جوړښت د ستونزو د له منځه وړو او سمون لپاره بسنه نه کوي او د افغانستان د کرکټ بورډ پر چارواکو پرېکړې نه پلې کېږي.»

ده له ولسمشره وغوښتل چې د بورډ غړو لپاره د مودې ټاکل کېدو په تړاو دې د افغانستان کرکټ بورډ اساسنامه تعدیل کړي او همدارنګه بورډ ته دې د دوی د انتخاب د کړنلارو او طرزالعملونو په هکله توضیحات ورکړل شي.

د ده په وینا، سربېره پر دې د افغانستان کرکټ بورډ د پالیسۍ او یوې بشپړې سازماني ارزونې ته اړتیا لري چې له مخې به یې ښايي ‎پر اوسنۍ پالیسۍ بیا کتنې ته اړتیا وي او په لړ کې به یې نوې پالیسۍ جوړې شي او د کارکوونکو او مدیریت له پامه غورځول شوې نیمګړتیاوې به په ګوته او حل شي.

دغه راز د روڼتیا څار ادارې د څېړنې برخې رییس عزت الله ادیب په نننۍ خبري ناسته کې وویل: «د افغانستان په کرکټ بورډ اداره کې لږ تر لږه اقدامات لکه د اداري فساد د مخنیوي لپاره د مناسب چلند کړنلارې شتون په داسې موقف کې نه ده چې هلته دې د اداري فساد مخه ډپ کړای شي.»

نوموړي څرګنده کړه چې د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) له خوا د فساد ضد قانون  د ۱۳۹۸ کال په زمري میاشت کې منل شوی و او د دې څېړنې په موخه، تر رسمي غوښتنې وروسته ژر تر ژره جوړ شو، خو یاد سند د افغانستان پر ملي ژبو نه دی ژباړل شوی چې لوبغاړي او چارواکي یې وکاروي او د احکامو په رڼا کې یې خپل چلند تنظیم کړي.

هغه وویل چې د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو شریکولو تګلارې هم په معیارونو برابرې نه دي، یاد بورډ خپله کلنۍ پلټنه نه ده خپره کړې او داسې هېڅ سند نشته چې پر بنسټ یې په کرکټ بورډ کې خپلواکه کلنۍ پلټنه هم وشي.

خو د کرکټ بورډ ادارې ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی هم د رونټیا څار بنسټ د راپور په اړه د رسنیو له لارې خبر شوي او د راپور له کتنې وروسته به یې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan