کابل (پژواک، ١٥ وږى ٩٩): د بنګله دېش پلازمېنې په يوه جومات کې چاودنې ٣٥ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
بنګله دېشي رسنيو د وږي په ١٥مه خبر ورکړى چې دا چاودنه پرون ماښام د لمانځه مهال د هېواد د پلازمېنې ډاکې ښار اړوند د ناراين ګنج سيمې په يوه جومات کې د ګاز له امله وشو.
ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي چې د چاودنې له امله په جومات کې اور ولګېد او ډېره برخه يې ونړېده چې له امله يې ١٢ لمونځ کوونکي مړه او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.
د روغتون مسوولينو ويلي چې دوى ته له ور وړل شوو ټپيانو د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
عيني شاهدانو ويلي چې چاودنه ډېره زوروره وه او د نږدې کورونو ښيښې، دروازې او کړکۍ هم ماتې شوې دي.
ځايي چارواکو د پېښو د پلټنو امر ورکړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن