کابل (پژواک، ۱۵ وږى ٩٩): د رونټیا څار بنسټ وایي، د کرکټ بورډ ادارې د بورډ روڼتیا، حساب ورکونې، حکومتولۍ او د اداري فساد د مخنیوي په برخو کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي او اړتیا ده چې د دغه بورډ اساسنامه تعدیل شي.
د روڼتیا څار بنسټ نن د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په اړه یو راپور خپور کړ.
په راپور کې راغلي، د افغانستان کرکټ لوبډلې د لوبو په ډګر کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې، په خپله د کرکټ بورډ ادارې د بورډ روڼتیا، حساب ورکونې، حکومتولۍ او د اداري فساد مخنیوي په برخو کې هېڅ ډول د پام وړ اقدامات نه دي کړي.
سرچینه لیکي چې د بورډ غړو د ګومارنې کړنلارې د پوښتنې وړ دي او پر دې سربېره، د افغانستان کرکټ بورډ نه دی توانېدلی چې له نړیوالو مرستو سره سره په افغانستان کې د مېرمنو د لوبو لپاره لازمې فزیکي زیربناوې او اسانتیاوې برابرې کړي.
په راپور کې راغلي: «د افغانستان کرکټ بورډ اداره له ګڼو ستونزو سره مخ ده، لومړۍ او خورا لویه ستونزه یې د بورډ د غړو د ګومارنې پروسې سیاسي کول او په اجرائیه کچه خورا زیات بدلونونه دي، ولسمشر چې د بورډ د رییس د ګومارنې واک لري، پر دې نه دی توانېدلی چې په بورډ کې د مشرتابه بدلونونو په اړه روڼتیا او حساب ورکونه وساتي او هېڅکله یې هم د بورډ په مشرتابه کې د بدلون لاملونه نه دي وړاندې کړي.»
ولسمشر غني په تېرو شپږو کلونو کې د افغانستان کرکټ بورډ په مشرتابه کې څلور ځلې بدلون راوستي، نسیم الله دانش د ۱۳۹۳ کال له قوس څخه د ۱۳۹۵ کال تر قوس پورې دا دنده ترسره کړه، ورپسې شکرالله عاطف مشعل د نوموړي پر ځای وګومارل شو او د ۱۳۹۷ کال تر لېندې میاشتې یې خپلې دندې ته دوام ورکړ او له هغه وروسته عزیزالله فضلي ۸ میاشتې دا دنده ترسره کړه.
د یاد راپور لیکوال مشتاق رحیم وویل افغانستان اړتیا لري چې د کرکټ بورډ چارې د نړیوالو غوره تجربو او معیارونو پر بنسټ سمبالې کړي.
رحیم وویل، د روڼتیا څار له خوا د یادې څېړنې څو میاشتې ونیوې او د اړینو معلوماتو لپاره یې معلوماتو ته د لاسرسي له کمېسیونه مرسته وغوښته؛ ځکه کرکټ بورډ چمتو نه و چې د دې څېړنې کارډلې ته اړین معلومات په واک کې ورکړي.
نوموړي چې یاد راپور یې وړاندې کاوه، وویل: «زموږ څېړنې ومونده چې د بورډ چارواکو خپلوان لوبغاړي په پرله پسې ډول د بېلابېلو لوبډلو لپاره غوره شوي؛ په داسې حال کې چې له دوی زیات تکړه او غوره لوبغاړي له پامه غورځول شوي دي، که څه هم د بورډ چارواکو او د لوبډلې نامتو لوبغاړو سره اړیکې په ښکاره ډول د واسطې ثبوت نه شي کېدای، خو د ګټو د ټکر او لوبغاړو د فعالیت د پرتله کولو په اړه هم د پالیسۍ نه شتون یوه داسې مسئله ده چې د انتقاد ګوته ورته نیول کېږي او د یاده مسئله په کرکټ بورډ د کېدونکو انتقادونو وزن لازیاتوي.»
ده د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، سربېره پر دې یو شمېر وتلو او نامتو لوبغاړو په لوبو کې د انتخابېدو لپاره حد اقل شرایط هم نه دي پوره کړي.
رحیم وایي: «پورتنۍ کړنې ښیي چې د کرکټ بورډ اوسنی اداري جوړښت د ستونزو د له منځه وړو او سمون لپاره بسنه نه کوي او د افغانستان د کرکټ بورډ پر چارواکو پرېکړې نه پلې کېږي.»
ده له ولسمشره وغوښتل چې د بورډ غړو لپاره د مودې ټاکل کېدو په تړاو دې د افغانستان کرکټ بورډ اساسنامه تعدیل کړي او همدارنګه بورډ ته دې د دوی د انتخاب د کړنلارو او طرزالعملونو په هکله توضیحات ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن