ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهادري: په يو شمېر ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تړاو پوهاوی نشته

بهادري: په يو شمېر ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تړاو پوهاوی نشته

author avatar
6 Sep 2020 - 17:18
بهادري: په يو شمېر ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تړاو پوهاوی نشته
author avatar
6 Sep 2020 - 17:18

مزارشريف (پژواک، ۱۶ وږی ۹۹): اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مسوولين وايي چې د حکومتي ادارو له خوا له خلکو سره د معلوماتو نه شريکول، د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن پيدا کېدو لامل ګرځي.

د ياد کمېسيون رييس عين الدين بهادري د وږي په ۱۶مه په مزارشريف کې خبريالانو ته وويل چې لا هم په يو شمېر ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تړاو پوهاوی نشته دی.

هغه زياته کړه چې د دغه قانون پر بنسټ عام خلک حق لري چې د حکومتي ادارو د فعاليتونو، لويو قرادادونو او کړنو په تړاو معلومات ولري.

د بهادري په خبره، په ډېری مواردو کې د خلکو او حکومت ترمنځ د فاصلې پيدا کېدو لامل، اطلاعاتو ته د خلکو نه لاسرسی دی.

نوموړي زياته کړه: ((حکومتي ادارې او مسئولين بايد باوري شي چې خلکو ته د معلوماتو ورکړه د دوی په ګټه ده، کله چې يوه اداره د خلکو دغه حق پر ځای کوي؛ نو ورسره پر يادې ادارې د عامو خلکو باور هم زياتېږي.))

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشر په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې ياد کمېسيون غواړي څو د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د دولتي ادارو مسوولينو ته په دې تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

د هغه په وينا، له خلکو سره د اطلاعاتو شريکول دا زمينه برابروي چې عام خلک حکومت د خپل ځان وګڼي او په دې ډول په دولتي چارو نظارت وکړي.

د بلخ ولايت مقام مرستيال بشير توحيدي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې دولتي ادارې بايد اړتيا وړ معلومات خلکو سره شريک کړي.

خو هغه وويل، هغه موارد او معلومات چې ملي ګټې له خطر سره مخ کوي، نه بايد له خلکو سره شريکې کړای شي.

د هغه په وينا، پّ بلخ ولايت کې ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې چې له رسنيو او متقاضيانو سره د معلوماتو شريکولو په برخه کې ناغېړي ونه کړي.

توحيدي همدا راز وويل چې ولسواکي او اطلاعاتو ته لاسرسی يو له بل سره تړلي موارد دي چې بايد پاملرنه ورته وشي.

په ورته مهال د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس مطيع الرحمن کريمي هم پژواک ته وويل، دوی هڅه کوي څو د بلخ سيمه ييزې دولتي ادارې د دې جوګه کړي چې له خلکو او رسنيو سره اطلاعات شريک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.